د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

هشت صبح: د سولې په روانو خبرو کې له ځانه تېرېدنه باید دوه اړخیز وي


قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو پرانستغونډې يو انځور
قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو پرانستغونډې يو انځور

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ بیا هم د افغانستان د سولې په روان بهیر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د راتګ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
رحمت الله افغان دغو ورځپاڼو ته کتنه کړې.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د سولې په روانو خبرو کې له ځانه تېرېدنه( انعطاف) باید دوه اړخیزه وي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له کم زیات دوو میاشتو راهیسې بین الافغاني مذاکراتو ته د چمتوالي لپاره په دوحه کې د تماس ډله ناستې لري، خو د ورځپانې په باور هیڅ ښکاره پرمختګ په کې نه لیدل کېږي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې تراوسه هم چې خبرې روانې دي، د طالبانو ډلې په خبرو کې هیڅ انعطاف نه دی ښکاره کړی او په خپل دریځ ټینګ ولاړ دي.

لیکوال سپارښتنه کوي، وړاندې له دې چې، د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه خپل تازه دریځ اعلان کړي، نو لازمه ده، چې په دوحه کې ناست دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د خبرو د پرمختګ لپاره انعطاف ښکاره کړي، څو د سولې خبرې بریالۍ شي.

مسير

مسیر ورځپاڼې لیکلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو چټک وتلو، د یوې خونړۍ څپې وېره رامنځته کړې.

په سرمقاله کې راغلي، داسې ښکاري چې د ټرمپ دا ژمنه عملي شي چې تر کرسمسه پورې له افغانستان نه ټول امريکايي ځواکونه ووځي.

ليکوال ليکي، د امریکا د دفاع وزارت ټوله هغه رهبري بدله شوې ده، چې له افغانستان نه یې د ځواکونو د وتلو مخالفت کاوه او پرځای یې داسې رهبري راغلې چې غواړي په چټکي سره امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

سر مقاله ليکونکي وېره ښکاره کړې ليکلي، امریکايي ځواکونه داسې مهال افغانستان پرېږدي، چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه لیدل کېږي، جګړو هم په افغانستان کې زور اخیستی، چې له دې سره به حالت نور هم کړکېچن شي.

د لیکوال په اند که د سولې په خبرو کې پرمختګ ونه لیدل شي، له دې سره به یو ځل بیا په پوره مانا افغانستان کورنۍ جګړې ته ولاړ شي نو ځکه په دوحه کې د سولې په خبرو کې په پرمختګ ټینګار کوي.

صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، افغان حکومت هڅه کوي، چې په طالبانو د فشار او سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره له پاکستان مرسته وغواړي، نو له همدې امله یې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته دعوت کړی.

د لیکوال په اند اوس، چې د افغانستان په مسایلو کې پاکستان برلاسی دی، نو ممکن عمران خان بیا هم د افغانستان په سوله کې د خپل هېواد په ګټو ټینګار وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم عمران خان د افغانستان په بلنه کابل ته راځي، خو راتګ به یې د افغانستان د سولې له پروسې سره هيڅ کومه مرسته ونه کړي.

XS
SM
MD
LG