د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

هېواد: ناټو له افغانستانه د بې‌مسؤليته وتلو له پرېکړې سره همغږی نه‌دی


Afghanistan -- Kabul press, Kabul newspaper, Afghanistan newspaper, کابل ورځپاڼې, روزنامه های کابل, Eleven - April 2016
Afghanistan -- Kabul press, Kabul newspaper, Afghanistan newspaper, کابل ورځپاڼې, روزنامه های کابل, Eleven - April 2016
  • کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو او کابل ته د عمران خان د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې وړاندوينه کړې لیکلي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حکومت د هند او ایران پر مرستو تکیه کوي.

وړاندې راغلي،که امریکايي ځواکونه وځي او نړیواله ټولنه مرستې کموي، نو دوه لویې وېرې دي، طالبان به له نظامي اړخه پر حکومت برلاسي او حکومت به له مالي اړخه کمزوری شي.

ورځپاڼې دغه‌شان ټینګار کړی چې باید پر بهرنیانو او بیا پر ناکاره ګاونډیو تکیه ونه‌شي ځکه په وینا یې دا نه د حکومت د ژغورنې لاره ده او نه هم د افغانستان د ژغورنې، بلکې په‌کار ده چې اصلي تکیه پر خپلو خلکو، جوړجاړي او سوله وشي.

د ورځپاڼې په باور،که سوله ونه‌شي، نه هند، نه پاکستان او نه هم ایران موږ ژغورلی شي، بلکې لا زیات به مو د جګړو کندې ته ورټېل وهي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان کېدونکي سفر ته په اشارې سره ویلي چې دا ډول تشریفاتي سفرونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې نه‌شي هوارولی.

وړاندې راغلي،که څه هم عمران خان د ټاکنو پر مهال جنجالي څرګندونې کړې وې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شوی، خو د ليکوال په وينا دا ډول سفرونه به یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ نسبي اعتماد جوړونه وکړي.

سرمقاله ليکونکي د ولسمشر غني له لوري د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه ملاتړ ته په اشارې لیکلي چې پاکستان هم د ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو ګوندونو په راجلبولو سره هڅه کوي چې د سولې لوری د ځان په ګټه واړوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ناټو غړو هېوادونو مرستو ته په اشارې لیکلي چې ناټو سازمان په هېڅ توګه له افغانستانه د بې‌مسؤليته وتلو له پرېکړې سره همغږی نه‌دی، بلکې غواړي، چې په اوسني وخت کې له افغانستان سره پاتې شي او په پوځي او تجهيزاتي ډګرونو کې له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان حالت ښه درک کولای شي، ناټو وايي چې لا هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته سخته اړتيا ده، دا مبارزه بايد دوامداره وساتل شي او دا مبارزه بايد وګټل شي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا هغه څه دي چې امريکا هم ورته ژمنه ده او تل‌يې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې بايد مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG