د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

مسیر: په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا ده


ځينې کابل چاپ ورځپاڼې
ځينې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې په ټپه درېدلي حالت او ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

مسير

مسیر ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ټينګار کړی چې په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا ده.

وړاندې په سر مقاله کې د افغانستان د سولې پروسې په ټپه درېدلي حالت ته اشاره شوې راغلي، چې له یوه اړخه هره ورځ جګړه لسګونو او آن سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او له بله اړخه د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو بحث کېږي چې د لیکوال په خبره ورسره به افغانستان یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ته ټېل وهل شي.

ورځپاڼې روانو حالاتو ته په کتو لیکلي، داسې ښکاري چې ټرمپ د ځواکونو په وتلو کې جدي دی او ښکاري چې ژر به لویه برخه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

ورځپاڼې په ملګرو ملتونو غږ کړی چې کولای شي د ښه منځګړیتوب تر څنګ په دواړو لورو فشارونه راولي او په وینا یې که ملګري ملتونه مداخله او منځګړیتوب ونه کړي او د سولې پروسه پیاوړې نه شي، نه یوازې دا چې د سولې پروسه به بریالۍ نه شي، بلکې په افغانستان کې به د سیمې د هېوادونو سیالۍ او مداخلې زیاتې شي او موږ به یوې بلۍ خونړۍ جګړې ته ننوځو.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې وروستيو بريدونو ته په اشارې ادعا کړې، چې دغه بریدونه اکثره له پاکستانه پلان شوي او د پاکستان ملېشې په کې ښکېلې دي چې د دغو بريدونو قومانده د پاکستان له خوا ورکول کېږي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې له طالب سره سوله ناشونې ده ځکه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان جګړه پر مخ وړي.

ورځپاڼه دا موضوع داسې مهال پورته کوي، چې په قطر کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د خبرو د کړنلارې به جوړېدو اخته دي او دا چې طالبان د افغانستان پر وړاندې د پاکستان جګړه مخته وړي خو په وار وار هم پاکستان انکار کړی او هم طالبانو دا خبره رد کړې ده.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په ولسي جرګې غږ کړی چې وزیرانو ته مسوولانه رایه ورکړي.

وړاندې راغلي، چې د اکثرو وزیرانو خبرې تر شعار پورې محدودې دي او وکیلان باید د وزیرانو پروګرامونو او وړتیاوو ته په کتو دوی ته رایه ورکړي.

لېکوال ټينګار کوي، چې له روان بحران څخه د وتلو او هدف ته د حکومت د ماتې کښتۍ د رسولو لپاره یوازې هغه کسان مرسته کوي چې خلکو او دغه وطن ته ژمن وي.

XS
SM
MD
LG