د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

صبح کابل: کابل له راکټي بریدونو وروسته ولسي جرګې امنیتي سکتور ته د باور رای ورکړه


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په کابل د تېرې ورځې د راکټي بریدونو او کاندید وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور رای د ورکړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د تېرې ورځې په راکټونو کې ملکیان په نښه شول، یو ظالمانه کار و او خلکو ته یې د نجیب د حکومت د وروستیو کلونو یاد ور تازه کړ.

په سرمقاله کې راغلي، له هغه وخت راکټي بریدونو سره د اوسنیو راکټي بریدونو توپیر په دې کې دی چې هغه وخت کې به ډلو د دا ډول بریدونو مسؤلیت مانه، خو اوس یې په ښکاره څوک نه مني.

په سرمقاله کې یادونه شوې، حکومت د بریدونو مسؤلیت پر طالبانو اچوي، هغوی یې ردوي، داعش د بریدونو مسؤلیت مني، د لیکوال په اند دا ډول بریدونه د نورو وسله والو ډلو کار دی، خو نوم يې نه اخلي.

تېره ورځ په کابل کې له دوو موټرو ٢٤راکټونه وتوغول شول چې اته تنه یې ووژل او له ٣٠ زیات یې ټپیان کړل.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې، کاندید وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري د باور رای د ورکړې په اړه تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي تېرو دوه ځلي انتخاباتو د افغانستان سیاسي فضا دوه قطبي کړې وه چې اغېز یې په ولسي جرګه کې له ورایه ښکاري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ولسي جرګې ډېر کمزوري کاندید وزیر ته هم د باور رایه ورکړه او داسې معلومېږي چې پاتې کاندید وزیران به هم د باور رایې خپلې کړي.

لیکوال ادعا کوي چې وکيلانو د رای په ورکړه کې له خپل صلاحیت کار وانه خېست، بلکې د ولسمشرغني پلوي وکیلانو د ښاغلي غني کاندید وزیرانو ته او د ښاغلي عبدالله پلوي وکیلانو د نوموړي کاندید وزیرانو ته د باور رای ورکړې.

ورځپاڼه دا هم ليکي چې ښايی بې پلوو هم جوړجاړی کړی وي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي اوس چې ځینو وزیرانو له ولسي جرګې د باور رای ترلاسه کړې، وکیلان یې باید کارونه له نږدې وڅاري او خپلو برنامو ته یې متوجه کړي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، پر کابل له راکټي بریدونو شپږ ساعته وروسته ولسي جرګې د امنیتي سکتور مسؤلینو ته د باور رای ورکړه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ولسي جرګې غړیو باید د افغانستان په ځانګړي توګه د کابل امنیتي وضعیت او د امنیتي سکتور مسؤلینو برنامو ته په کتو کاندید وزیرانو رایه ورکړې وای.

تېره ورځ ولسي جرګې په یو بې ساري اقدام سره لس کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.

XS
SM
MD
LG