د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

واشنګټن اګزمېنر: له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړې ناټو نهیلي کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

نن به د سویس جنیوا ښار له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د لوی دوه ورځني کنفرانس کوربه وي.

په دې کنفرانس کې به د نړۍ د شااوخوا ۷۰ هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو شااوخوا ۷۰ وزیران او استازي د کرونا د خپرې شوې وبا له امله تر ډېره په انلاین بڼه ګډون وکړي.

  • د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان

نیویارک مېشتي د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ په یوه مطلب کې له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې په دې هېواد کې د بشري حقونو په برخه کې لاسته راوړنې له پامه ونه‌غورځوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه مطلب کې چې په خپله وېب‌پاڼه کې یې خپور کړی لیکي، د افغانستان بهرني مرستندویان باید د ښوونې، روغتیا په تېره بیا د نجونو او ښځو او د خپلواکو رسنیو مالي تمویل ته لومړیتوب ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې په دې هېواد کې روانو شخړو او د کرونا خپرې شوې وبا بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د بشري حقونو د دې نړیوالې ډلې په لیکنه تمه کېږي چې مرستندویان به دا ځل له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنې وکړي او د هغو لپاره‌یې هم د افغانستان حکومت ته په تېره بیا د فساد د له‌منځه وړلو لپاره شرطونه ایښي او که‌یې سم عملي نه‌کړي ښایي، ورته ګرانه وي چې د قانوني پروژو لپاره مالي مرستې ترلاسه کړي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړې ته پام اړولی او لیکي، په اروپا کې د ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان جیم ستاوریدیس وایي، د ولسمشر ټرمپ دغې پرېکړې چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر کموي او د القاعده د بېرته راګرځېدو د مخنیوي لپاره هدف کمزوری کوي، د ناټو متحدان نهیلي کړي دي.

هغه له دې ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، وروسته له هغې چې ټرمپ اعلان کړه چې د راروان ۲۰۲۱ کال د جنوري تر نیمایي پورې به په افغانستان کې دوه‌نیم زره سرتېري پرېږدي، ده له جګپوړو چارواکو او د ناټو له ملکي مشرانو سره خبرې وکړې او دوی دغې پرېکړې نهیلي کړي دي.

د دغې پرېکړې له مخې چې د امریکا سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر مېلر تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ اعلان کړه، ۲،۰۰۰ امریکایي سرتېري له افغانستانه ایستل کېږي. په اوس وخت کې په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو شمېر څلور نیم زره دی.

په اروپا کې د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جیم ستاوریدیس واشنګټن اېګزمېنر ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه نه پر ستراتېژیکو او نه پر تاکتیکي دلایلو شوې او هم شرایط په‌کې له پامه غورځول شوي دي.

هغه زیاته کړه دغه پرېکړه نه نظامي، نه ډیپلوماتیکي او نه هم سیاسي معنی لري.

ښاغلي ستاوریدیس ویلي ګومان نه‌کوي چې د ځواکونو د شمېر په کمېدا سره به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د مأموریت، د ترهګرۍ پر ضد د ترسره کېدونکو عملیاتو او د سولې لپاره پر ژمنو د طالبانو د پاتې کېدو لپاره د فشار راوستو هدفونه ترلاسه کړای شي.

XS
SM
MD
LG