د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي‌؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې

واشنګټن اګزاماينر

واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې پر یوې داسې موضوع لیکنه خپره کړې چې په وروستیو څو میاشتو کې د امریکايي رسنیو له لوري پرې تاوده بحثونه روان دي.

له افغانستان او عراقه د امریکايی پوځیانو ایستل او پر جګړې د امریکا لګښتونه.

دا بحثونه وروسته له دې راوپارېدل، چې د امریکا اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل له افغانستانه ټول پوځیان باسي.

ډېر امریکایان د دې پلوي دي، چې امریکايي ځواکونه له نږدې شل کلنې جګړې وروسته له افغانستانه وایستل شي خو په عین حال کې یو شمېر امریکايي کتونکي اندېښنه لري چې له افغانستان څخه به یو وار بیا پر امریکا د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې نېټې په شان برید ته لاره هواره شي.

واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼه وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو معنا دا نه ده چې له دې هېواده به ټول پوځیان ایستل کېږي بلکې له ۲۰ کلونو وروسته به هم امریکا په افغانستان کې حضور لري.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت ویلي و، چې له افغانستانه به تر کرسمیس پورې ټول ځواکونه وباسي خو یوازې به ۲۵۰۰ سرتېري پرېږدي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکايي پوځیان باید د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې پورې ووځي.

واشنګټن اګزاماینر د جګړې د لګښت په اړه یوه نوې شمېره ښوولې ده.

تر دې وړاندې موږ په افغانستان کې د امریکا د لګښت په اړه اورېدلي وو چې شاوخوا یو تریلیون ډالر یې لګولي دي خو دا ورځپاڼه لیکي چې له ۲۰۰۱ څخه امریکا پر جګړې ۳ تریلیون ډالر لګولي دي.

ورځپاڼې نه دي ویلي، چې دا پیسې یې یوازې په افغانستان کې مصرف کړي که په افغانستان، عراق او نورو جګړو کې.

ورځپاڼې له جګړې د بېرته ستنو شویو پوځیانو په تېره بیا د ټپیانو د درملنې یادونه هم کړې او لیکلي یې دي، چې په درملنه او د معیوبانو پر پالنه ۴۳۷ ميلیارد ډالر لګول شوي دي.

نیویارک ټایمز

دې امریکايي ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د کرونا ويروس په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې سرلیک دی: "هغه هېواد چې له جګړې ستومانه دی کرونا په کې دوهمه درجه ستونزه ګڼل کېږي."

په دې لیکنه کې د ۲۳ کلن محمد وکیل کیسه راغلې چې د زړو شیانو دوکان لري، د پیسو له زړو نوټونو سره سروکار لري، او هره ورځ لسګونو مشتریانو ته لاس ورکوي.

د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم، د محمد وکیل لپاره ټولنیز واټن، د ماسک کارول او پر میکروب ضد موادو د لاس پاکول معنا نه لري.

دا ځوان وايي، کرونا له سره نه شته، دا هسې دروغ خبره ده چې حکومت جوړه کړې.

د ورځپاڼې پر اساس، کله چې د سږ کال په مارچ کې د لومړي ځل لپاره کرونا افغانستان ته راغله، حکومت د څو اوونیو لپاره بندیزونه ولګول، خلک یې وهڅول چې ماسک استعمال کړي، لاسونه په منظم ډول ومینځي او ټولنیز واټن رعایت کړي، خو دا هر څه د څو اوونیو لپاره وو.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، که څه هم د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو تایید کړې چې د کرونا بله څپه راغلې خو د افغانانو لپاره کرونا ثانوي اهمیت لري او ورته تشویش نه لري.

افغانان په هر شي کې توکل کوي.

یوه افغان ډاکتر، چې طارق احمد اکبري نومېږي، نیویارک ټایمز ته ویلي، چې ځینې افغانان فکر کوي چې کوېډ١٩ د لوېدیځوالو تبلیغات دي.

XS
SM
MD
LG