د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځينې نړیوالې ورځپاڼې
ځينې نړیوالې ورځپاڼې
  • نيويارک ټايمز

نیويارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: د ناسمو معلوماتو په جګړه کې، افغان مشرانو وياندويان څنډې ته کړي دي.

د لیکوال په وینا، ولسمشر غني او طالب جګړه ماران په معلوماتي جګړه بوخت دي او حکومت د اطلاعاتو د کنترول لپاره جدي اقدامات کړي دي.

ورځپاڼې د تخار ولایت د پخواني ویاند احمد جواد هجري یادونه کړې چې په یوه روغتون کې يې د افغان ځواکونو په هوايي حمله کې د ټپي شویو کوچنیانو تر لیدو وروسته له رسنیو سره خبرې کړې وې او له همدې کبله زنداني شو.

په هغه حمله کې ګڼ شمېر نور کوچنیان ټپیان شوي وو.

لیکوال وايي، هجري تمه نه درلوده چې د دې حملې په اړه د پوښتنې ځواب به یې تر زندانه ورسوي.

پر همدې مهال د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مشرې نرګس مومند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي وو چې د ولایتونو وياندويان به نور له ولایتونو سره اړوند معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د معلوماتو رسولو په برخه کې د حکومت او طالبانو دریځ بېل دی خو په تخار ولایت کې د اکتوبر د ۲۲مې هوايي حملې ته د حکومت غبرګون په دې مانا دی چې حکومت نه غواړي د بې ګناه خلکو د مړینو په اړه معلومات شریک کړي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دا ادعا رد کړه چې حکومت هڅه کوي چې معلومات محدود کړي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، افغان حکومت د ازادو او فعالو رسنیو ملاتړ کوي او په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي قوانین په سیمه کې بې ساري دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن وايي، افغان حکومت له انتقاده بېره لري او نه غواړي خپلې تېروتنې ومني چې دا د دې په فکر ناسم دریځ دی.

  • يوروايشيا

یوروایشیا ریویو په خپله اخري ګڼه کې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: د بایډن د جنوبي اسیا ستراتيژي به څنګه د ټرمپ له ستراتیژۍ بېله وي.

د خپرونې په لیکنه، د بایډن بهرنۍ پالیسي به د ولسمشر ټرمپ له هغې ډېره بېله وي.

لیکوال وايي، بایډن ژمنه کړې چې د امریکا نړیوال مشرتابه به بیرته تر لاسه کړي، نړیواله ډيپلوماسي به پر مخ یوسي او د امریکا اتحادونه به د ډموکراسي او بشري حقونو د پرمختګ لپاره وکاروي.

په مقاله کې راغلي چې بايډن غواړي د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې هغه څه له منځه یوسي چې د ټرمپ ادارې پکې رامنځته کړي وو.

د خپرونې په لیکنه په داسې حال کې چې بایډن ښایي د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې پراخ تغییر راولي، د جنوبي اسیا لپاره یې پالیسي ښايي د ټرمپ د پالیسۍ دوام وي.

د لیکوال په باور، بایډن د ټرمپ غوندي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ملاتړ کوي او د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د مرستیال ولسمشر په توګه په افغانستان کې د قواوو د ځای پر ځای کېدو د پالیسۍ مخالف و.

XS
SM
MD
LG