د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


آرشیف
آرشیف
  • سټار اينډ سټرايپز

سټارز اینډ سټرایپز ورځپاڼې لیکلې، د ولسمشر ټرمپ اداره د هغو استخباراتي معلوماتو پر تاییدولو کار کوي چې ښيي، چین په افغانستان کې وسله والو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې د پیسو وړاندیز کړی دی.

په دې اړه د امریکا یو خبري ویبپاڼې د لوړ پوړو چارواکو په حواله خبر ورکړی و.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین څو اونۍ مخکې ددې راپورونو په اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړي دي.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ورته راپورونه د روسیې په اړه هم خپاره شوي وو.

د جون په میاشت کې نیویارک ټایمز په یو راپور کې ادعا وکړه، چې د روسیې د پوځي استخباراتو یو یونیټ له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په افغانستان کې د امریکايي او بریتانوي سرتېرو په شمول پر ایتلافي ځواکونو د بریدونو پر سر نقدې جایزې منلې وې.

سټارز اینډ سټرایپز ورځپاڼه په دې اړه تازه لیکنه کې وايي، د روسیې په اړه دا راپورونه ولسمشر ټرمپ رد کړي وو، او د پولیټیکو مجلې د یوې خبریالې لارا سېلیګمن له خولې زیاتوي، اوس چې بیجینګ له هماغه تورونو سره چې شپږ میاشتې مخکې مسکو ورسره مخ و، مخ دی، د ولسمشر ټرمپ اداره ورسره " ډېر مختلف " چلند کوي.

لیکنه وړاندې د یو چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار اوبراین نه یوازې په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړي بلکې په اړه یې د بحث لپاره د ډیسمبر په ٢٢ مه د ملي امنیت د شورا د پالېسۍ د تنظیم د کمېټې غونډه وربللې وه.

  • کويټ ټايمز

کویټ ټایمز ورځپاڼې په کندهار ښار کې په تېرو شلو کلونو کې راغليو بدلونونه ته اشاره کړې او دغلته یې د ځوانانو لپاره د ښونې، سپورت او تفریح په برخو کې هغه رامنځته شوي فرصتونه یاد کړي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نه وو موجود.

ورځپاڼه لیکي، په دې ښار کې افغان ځوانان وېره لري، چې که طالبان بیا راشي نو دوی به له دې فرصتونو ګڼ له لاسه ورکړي.

خلیج ټایمز بیا د افغانستان آیرلینډ ترمنځ د راتلونکو یو ورځنۍ نړیوالو لوبو په اړه چې متحده عربي اماراتو کې کیږي، لیکنه کړې، او وايي د دې لوبو لپاره تر کوربه افغانستان مېلمه ټیم مخکې رسېدلی دی.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د کرکټ بورډ لا د دې لوبو لپاره لوبډله هم نه ده اعلان کړې، چې ویزې ترلاسه کړي او متحده عربي اماراتو ته ورشي.

تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو لوبډلې به د جنورۍ د اتلسمې او درویشتمې نېټې ترمنځ د ابوظبۍ په شیخ زید لوبغالي کې یو ورځنۍ نړېوالې لوبې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG