د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
ځينې نړيوالې ورځپاڼې
  • ميل آنلاین

میل آنلاین لیکي چې دامریکا پوځ په افغانستان کې د ترور او هدفی وژنو د لړۍ پړه په طالبانو واچوله.

خپرونه وړاندې لیکي، چې دا لومړی ځل دی چې واشنګټن په دی وروستیو کی د یو شمېر مخکښو افغانانو د وژل کېدو په ارتباط مستقیمآ طالبان تورنوي.

دغه تور په داسې وخت کې لګول کېږي، چې طالبان او د افغانستان حکومت نن سه شبنې بیا خبرو ته سره کېني.

خپرونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند ډګروال سوني لګیت له قوله لیکي، چې ویلي دي طالبان باید د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره دهغو بریدونو څخه چې مسئولیت یې په غاړه نه اخلي او د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو له هدفی وژنو لاس واخلي.

میل آنلاین لیکی، چې دکابل مرستیال والي، ۵ کسه خبریالان او د انتخاباتو د ملاتړ یو نوموتی فعال دهغو کسانو څخه دي چې په تېرو دوومیاشتو کې په کابل کې ووژل شول.

په داسی حال کې چې میل آنلاین په کابل کی د وژنو یادونه کوي د چارواکو او خبریالانو دهدفي وژلو لړۍ له تقریباً دري میاشتو راهیسې په څو ولایتونو کې دوام لري چې په سر کی یی په لښکرګاه کی دآزادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي، په ننګرهار کې دانعکاس تلویزیون نطاقه ملاله ميوند، په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نیکزاد او درې ورځې مخکې د غور د محلي راډیو مشر بسم الله عادل ووژل شول.

میل آنلاین لیکي، چې دولت دغه وژنې د طالبانو کار ګڼي خو په داسې حال کې، چې طالبان یې پړه په غاړه نه اخلي داعش ډلې د ځینو دغو وژنو مسئولیت منلی دی.

خپرونه لیکي، چې ډګروال سوني لګیت په داسې حال کې طالبان په هدفی وژنو کې ګرم وګڼل چې دوی تور ولګاوه چې امریکایي ځواکونو په کندهار، هلمند او ننګرهار کې په خپلو وروستیو هوایی بریدونو د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د قطر توافقنامه ماته کړې ده.

  • نيشن

بلخوا د نيشن اونيزه د افغانستان جنګ او د سیمې ځينو نورو هېوادونو کې د امريکا پوځي فعاليتونو ته په اشاره ليکي، چي جوبايډن باید دايمي جګړو ته د پای ټکی کېږدي.

منتخب ولسمشر جوبايډن ټاکل شوې دوه اونۍ وروسته د لوړې مراسم ترسره او د چارو واګي ترلاسه کړي.

د نيشن ليکي، چي د امريکا ولس چې د کرونا وبا او دوه لسيزو جګړو ستړی کړي، پوځي ماجراجويي یې په مزاج برابره نه ده.

اونيزه وړاندي ليکي، چې د جوبايډن د جمهوري رياست په اتمه مياشت به په امريکا باندې د سپټمبر د يوولسمې د تروریستي بريدونو شل کاله پوره شي خو دى بايد تر دغې نېټې منتظر پاتې نه شي بلکې ۲۰۲۱ کال د امریکا لپاره يو ډېر مناسب فرصت دی، چي د افغانستان جنګ او په نورو اسلامي هېوادونو لکه سومالیا، عراق، ليبيا، پاکستان، سوريې او يمن کې پوځي فعاليتونو څخه لاس واخلي.

دي نيشن اونیزه ليکي، چي د امريکايانو يو نسل چې د سپټمبر د يوولسمې بريدونه يې اوس دومره په یاد نه دي په يوه بې هدفه هڅه کې د دغو بريدونو دغچ اخيستو لپاره په جبهه کې ګمارل شوي دي.

اونيزې لیکي، چې د وروستیو کلونو نظرپوښتنو ښودلې ده، چې د امریکا ولس او هغو پخوانیو سربازانو د دغې جګړې په وړاندې پرلپسې مخالفت ښودلی، چې د تروریزم ضد د ناکامې ستراتیژي څخه یې د پالیسي جوړونکو د لاس نه اخیستو دروند بار په اوږو وړی دی.

XS
SM
MD
LG