د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د سولې د خبرو دوهم پړاو د پیل بریالیتوب ته د افغان حکومت نړیوال کمپاین


ارشیف، په قطر کې یو شمېر طالب استازي
ارشیف، په قطر کې یو شمېر طالب استازي

‎د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د دوهم پړاو د بریالي کېدو لپاره یې نړیوال کمپاین پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د شنبې (د مرغومي ۲۰مه) په ورځ رسنیو ته په يوه استول شوي ويډيويي پيغام کې ویلي چې محمد حنیف اتمر له تېرو دوو ورځو را په دېخوا د يو شمېر نړيوالو سازمانونو له استازو او چارواکو سره خبرې کړي چې د افغان سولې له پیل شوي بهیره ملاتړ وکړي.

‎ښاغلي هېواد زیاته کړه: "د بهرنیو چارو وزیر تېرو دوو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، له ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتونو له استازو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه چې د دوی ملاتړ د دغه بهیر د بریالي کېدو لپاره ترلاسه کړي، په دې ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان، هندوستان، اسټرالیا، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، ناروې او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره مفصلې او اغېزمنې خبرې درلودلې."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

‎د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه بهیر د بریالي کېدو لپاره په داسې وخت کې ‌‌‌‌‌‌نړیوال ډیپلوماټیک ‌‌‌‌‌‌‌ډیالوګ پیلوي چې دا مهال د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو د اجن‌‌‌‌‌‌ډا پر سر بحثونه پیلوي.

‎د تېرې چهارشنبې په ورځ په مقدماتي ناسته کې دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې د اجن‌‌‌‌‌‌ډا پر سر بحثونه به د شنبې په ورځ یعنې نن شنبه پیلېږي.

‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون چې په دوحه کې په دغو خبرو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون لري په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې بحث پیل شي د دوی له لوري لومړنۍ موضوع به اوربند وي.

‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
‎د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

‎دی وايي: "زموږ په اجن‌‌‌‌‌‌ډا کې زموږ له لوري لومړنۍ موضوع به اوربند وي، طالبان به هم خپل لومړیتوبه لري، خو د دواړو خواوو له توافق وروسته به په اساسي موضوع بحث پیلوي نن د افغاستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د بحثونو پیلېدو ته بشپړ چمتوالی لري."

‎د افغان حکومت له لوري پر اوربند ټینګار ځکه ډېر دی چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ن په بېلابېلو ولایتونو کې ماين چاودنې، هدفي وژنې او تاوتریخوالی زیات شوی.‎ حکومت تل په دا ‌‌‌‌‌‌ډول پېښو کې طالبان په لاس لرلو تورن کړي.

‎خو طالبانو بيا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هدفي وژنې د سولې د مخالفينو کار دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG