د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د ژمي سړه هوا، بې کوري او بې وزلي؛ کندز کې بې ځایه شوي کډوال اوربند غواړي


په کندز کې کورني بې ځایه شوي کډوال
په کندز کې کورني بې ځایه شوي کډوال

د ژمي سړه هوا، بې کوري او بې وزلي، په کندز کې کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو ته دا درې واړه ستونزې سره یوځای شوي.

دا کډوال وايي، تر اوسه د هېڅ چا د مرستې لاس نه دی ورغځولی چې ستونزې یې ورهوارې کړي.

د دې کډوالو څخه یو شمېر یې ازادي راډیو ته وویل، دوی د جګړې له دواړو خواوو غواړي چې د دوی په سیمو کې دې اوربند وکړي، څو دوی وکولی شي خپلو اصلي کورونو ته ستانه شي.

۴۰ کلن حبیب الرحمان چې د کندز خان اباد ولسوالۍ څخه د جګړو له کبله را بې ځایه شوی وايي، د ژمي په را رسېدو سره پر بې ځايه شوېو کورنیو د ژوند فضا تنګه شوې: "موږ سوله غواړو، له جګړو ستړي یو، دې بدبختیو کې سپین ږیري شو. له خپلو مېنو بې ځایه شو. ورونو نور له جنګه لاس واخلئ سوله وکړئ."

کندز کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال د ژمي سړو سخت له ستونزو سره مخ کړي.
کندز کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال د ژمي سړو سخت له ستونزو سره مخ کړي.

۵۰ کلن غلام حیدر، د کندز ښار د باغ شرکت سیمې را بې ځایه شوی وايي، یوازینې هېله یې په هېواد کې د جګړې ختمېدل او د سولې ټېنګښت دی: "دواړه غاړې د حکومت دعوې کوي، خو ترمنځ یې عام ولس تباه او برباد شو. له ۱۸ کاله پورته ټول ځوانان ووژل شول او هره ورځ تابوتونه را روان وي. زموږ عمر دې انقلاب کې تېر شو او یوه ورځ مو ارامي ونه لېدله. که ډوډۍ پېدا کړو، چای نه وي او که چای پېدا کړو مالګه نه وي."

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۵ کلنه ګلشن وايي، جګړو ډېره ځورولې او له ښکېلو لورو غواړي چې نور د تل لپاره جګړه ودروي: "زموږ کورونو کې طالبانو ځای نېولی، موږ یې بې مېنې کړي یو، له دولته غواړو چې سوله راولي چې ټول خلک خپلو کورونو ته ستانه شي. دې ژمي کې خلک در په دره دي او ماشومانو مو هم له تعلیمه پاتي دي."

په شمال ختېخ زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر چارواکي هم د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې په استوګنو سیمو کې له جګړو ډډه وکړي، څو نور ملکي وګړي له خپلو مېنو بې ځایه نه شي.

په شمال ختېخ زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید حفیظ الله فطرت
په شمال ختېخ زون کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید حفیظ الله فطرت

د دغې ادارې رئیس سید حفیظ الله فطرت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "روان کال کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي. دغه بې ځایه شوي کورنۍ اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي."

د چارواکو د معلومات له مخې روان کال کندز کې د جګړو له کبله ۲۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوي او اوس مهال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې استوګن دي چې له سختو ستونزو شکایت لري.

XS
SM
MD
LG