د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

نورستان کې کډوال: د مرستو لاس نه دی راغځېدلی، ساړه ژمي سره زور ازمایو


ارشیف، افغان کډوال
ارشیف، افغان کډوال

د نورستان مرکز پارون او واما ولسوالۍ ته له ناامنو سېمو را کډه شوي کورنۍ وايي، سوړ ژمی یې د ماشومان ژوند ګواښي، خو تر اوسه چا د مرستې لاس نه دی ور اوږد کړی.

خو د دې بې ځایه شویو کورنیو څخه یې ډېری وايي، د هېچا د مرستې لاس نه دی ورغزیدلی او که د دوی په نوم مرستې هم شوي وي، مستحقو کسانو ته نه دي رسیدلي.

فضل مولا د نورستان له وایګل ولسوالۍ واما ته کډه شوی وايي: "له نورو ولسوالیو واما ولسوالۍ ته خلک مهاجر شوي، دلته اکثره یوې کورنۍ او معلومو کسانو همکارې کېږي. مرسته شوي مواد په خپلوانو ویشل کېږي، له یوې کورنۍ د لسو کسانو نومونه لیکل کېږي او هغوی ته مواد ورکول کېږي، اصلي مهاجرین او مستحقو کورنیو څخه یو کس ته هم نه ورکول کېږي."

د نورستان ولایت
د نورستان ولایت

په واما ولسوالۍ کې د مهاجرینو شورا مشر عظمت الله بیا د نورستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسولینو باندې نېوکه کوي چې د مرسته شوېو موادو په ویش کې دوی سره توپیریز چلند کیږي: "واما ولسوالۍ کې تقریباً ۳۳۰ کډوالې کورنۍ اوسېږي، د مهاجرینو په نوم مرستې راځي، د مهاجرینو رئیس د خپلو اولادونو او خپلوانو نومونه ليکي، هغوی ته مواد ورکوي، خو موږ چې بې کوره او بې وسه یو زموږ نومونه نه لیکي."

په نورستان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مسولین بیا دا نه مني چې ګنې دوی دې کډوالو سره توپېرېز چلند کړی وي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو امر ضیا الله وايي: "موږ د الله په نزد مسول یو. دنده را سپارل شوې او په ایماندارۍ يې سرته رسوو. د دوی پنځه شپږ فامیلو ته موږ دوه -دوه سوه ډالر ورکړي، که عظمت خان راشي او که بل څوک راشي، موږ ورسره همکاري کوو او توپېرېز چلند مو تر اوسه چا سره نه دی کړی.

د نورستان مرکز پارون
د نورستان مرکز پارون

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فيضي ازادي راډیو ته وویل، کډوالو ته يې په خپل وخت مرستې رسولي او که څوک ترې پاتې وي هغوی دې ورسره اړېکې ونېسي.

دی وايي: "ټول مهاجرین که هغه واما ولسوالۍ کې دي، که له کامدیش او کشتوز څخه د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته وتلي، ورسره همکاري کوو. که څوک ستونزه لري، هغوی دې زموږ خوا ته راشي چې دلته د کډوالو چارو مسولینو سره يې مخامخ ستونزه هواره کړو."

په نورستان کې نږدې درې زره کورنۍ جنګ جګړو د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ کړي او دا مهال د پارون په ګډون د یو شمېر ولسوالیو په مرکزونو کې په نشتو امکاناتو د نورستان له ساړه ژمي سره زور ازمايي کوي.

XS
SM
MD
LG