د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د سولې دوهم پړاو خبرو د پیل لپاره د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو چمتووالی


ارشیف، قطر کې بین‌الافغاني مذاکرات
ارشیف، قطر کې بین‌الافغاني مذاکرات

له ۲۰ ورځنۍ دمې وروسته د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټیم دوحې ته ځي څو دویم پړاو خبرې پيل کړي.

دا وار خبرې به هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشي.

له مخکېني پلان سره سم (۱۳۹۹ کال د مرغومې ۱۶مه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پنځمه) سې شنبه د خبرو د پيل ورځ ده.

حکومتي چارواکي وايي افغان مرکچي پلاوی د خبرو د پيل لپاره پوره چمتووالی لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري په دې اړه رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې افغان مرکچي ټیم په ټاکلي وخت مذاکراتو ته ورځي.

اغلې انوري وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د پراخو مشورو او نظراتو او د دولت د رهبري او ملي مصالحې عالي شورا د هدایاتو له اخیستلو وروسته د مذاکراتو دوهم پړاو د پیلولو په موخه په ټاکلي وخت بېرته مذاکراتو ته ورځي."

اغلې انوري زیاته کړه: "د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده. مګر دولت او د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د خلکو د غوښتنو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دې پروسې د بریا لپاره پوره هوډ لري."

د خبرو دا پړاو د اصلي دور په نوم هم یادېږي ځکه د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي د اوربند او سیاسي مشارکت په څېر په مهمو مسایلو به بحث کېږي.

د افغان دولت مذاکراتي پلاوي دوحې ته تر سفر یوه ورځ مخکې یکشنبه مازیګر له ولسمشر اشرف غني سره کتلي او د خپلو سلا مشورو راپور یې ورکړی دی.

د مذاکراتي ټیم یوه غړي غلام فاروق مجروح ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي له ولسمشر او د دولت له مشرتابه پلاوي سره تودیعي لیدنه درلوده. په دې لیدنه کې له بېلابېلو لورو سره د سلامشورو په هدف د ناستو راپور د هئیت له‌خوا جمهوري ریاست ته وړاندې شو. جمهور رئیس هم په نږدې راتلونکي کې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره خپلې لارښوونې او مشورې له هیئت سره شریکې کړې."

ارګ ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني له مرکچي ټيم نه د دولت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د اساسي قانون په رڼا کې او د افغان ولس د لیدلورو مطابق مذاکره وکړي، څو دغه مذاکرات بریالي ترسره شي.

طالبان وايي چې د سولې دوهم پړاو خبرو ته پوره چمتووالی لري، خو اجنډا به په ګډه تعیینېږي.

دا خبره د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بېګاه ناوخته ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "موږ اماده یو ان‌شاءالله موږ کوم مشکل نه‌لرو. دا چې د مېز په سر باندې به کوم موضوعات مطرح کېږي. اصلاً د اجنډا د موضوعاتو تعیینول چې بحث به پرې باندې کېږي. هغه به د دواړو په توافق کېږي له مخکې پرې خبره شوې داسې نه‌کېږي چې یو طرف راشي یو څه وايي په همغه به کار کېږي، نه. کله چې د مېز په سر بحث کېږي د اجنډا موضوعات به د دواړو طرفینو په توافق ټاکل کېږي او دا به هلته معلوم شي چې کله دواړه ټیمونه بحثونه سره شروع کړي."

محمد نعیم
محمد نعیم

افغان دولت او طالبان داسې وخت دوهم دور خبرې پيلوي چې افغانستان کې دننه نا امنیو زور اخیستی.

نړیوالې ټولنې ویلي چې د مرګ‌ژوبلې د بندولو په خاطر دې هم افغان حکومت او هم طالبان د سولې په خبرو کې سملاسي اوربند یو لومړیتوب وګرځوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر او سفیر وون برنټ «Von Brandt» په یوه ډاکمنټري کې چې تازه د افغانستان د جنګ او سولې د مطالعاتو انسټیټوټ د طالب جنګیالیو د ادغام په اړه خپره کړې د اوربند او نورو مهمو لومړیتوبونو یادونه کړې.

ده ویلي: "د جېنوا له هوکړې وروسته موږ په دواړو لورو هم حکومت او هم طالبانو باندې سخت شرایط وضع کړل که چېرته هغوی غواړي د واک د شریکولو په هوکړه کې سره ګډون وکړي. ځیني خاص شرایط باید پلي شي. یو سملاسي اوربند، له اداري فساد سره مبارزه، د کثرت ګرايي/ټولیزوالۍ او ډیموکراسۍ خوندیتوب. دا هغه شرطونه دي چې سوله پرې ممکنېږي."

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه په قطر کې مخامخ خبرې پيل شوې. د دغو خبرو د پيل لپاره افغان حکومت پنځه نیم زره طالب جنګیالي خوشې کړل، خو د خبرو له دوام سره سم په کور دننه جګړو زور واخیست.

XS
SM
MD
LG