د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د مصالحې شورا: افغان پلاوي ته راروانو مذاکراتو کې یوې پایلې ته د رسېدو ویل شوي


قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

د سولې دوهم پړاو خبرو د پیل نېټې د رانږدې کېدو سره سم، دواړه لوري د مذاکراتو پیل ته خپل چمتووالی ښيي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په ټاکل شوې نېټه د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني.

د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، مذاکره کوونکي پلاوي ته ویل شوي چې هڅه وکړي، څو په دې پړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي.

ښاغلی دین محمد زیاتوي: "د هغې هوکړې پر بنسټ چې د مذاکره کوونکي پلاوي او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ ترمنځ شوې، پر دې پرېکړه وشوه چې زموږ پلاوی به په ټاکل شوې نېټه قطر ته ځي. د رهبرۍ شورا مشوره دا وه چې پلاوی به کوښښ کوي، څو یوې پایلې ته ورسېږي."

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د دې پړاو خبرو لپاره د رهبرۍ شورا درې غونډې هم کړي او وايي، په دې غونډو کې په ډېرو تخنیکي موضوعاتو بحثونه شوي، خو د جزئیاتو له رسنیزو کولو یې ډډه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، مذاکره کوونکي پلاوي د دې پړاو خبرو لپاره له ټولو لورو سره پراخې مشورې کړې دي.

اغلې انوري وايي: "زموږ ټیم چمتو دی. د خلکو سره پراخې سلا مشورې وشوې او د دوی نظریات مو واخیستل. موږ به په خپل ټاکل شوي وخت مذاکراتو ته ولاړ شو."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

طالبانو هم ویلي، د هغې هوکړې له مخې چې دواړو لورو کړې، د سولې خبرې به په خپل ټاکل شوي وخت پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته ویلي، د شوې هوکړې له مخې به په خپل وخت د سولې خبرې بیا پیل شي.

خو هغه مهم ټکي چې شاید دا پړاو خبرې لا ډېرې اوږدې کړي، د دواړو خواوو په لیدلورو کې توپیر دی.

د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی د تاوتریخوالي کمی چې یوه تل‌پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي، له هر څه مهم ګڼي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه هم به کلکه ننګه وګړي.

خو د طالبانو لومړیتوبونو کې بیا د راتلونکي نظام څرنګوالی مهم شمېرل کېږي او اوربند د وروستیو موضوعاتو له ډلې دی.

قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

خو له دې ټولو سره سره، دواړه مذاکره کوونکي پلاوي د شخړې حل ته د یوې سیاسي لارې د پیدا کېدو لپاره خپله ژمنتیا ښيي.

پاکستان چې د افغانستان په سوله کې یې ونډه مهمه بلل کېږي د سولې د روانې پروسې د بریالیتوب لپاره د خپلو هڅو له دوام خبر ورکړی.

د دې هېواد صدراعظم عمران خان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نثار احمد غوریاني سره کتنه کې ویلي "په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل لار نه‌لري او دواړه لوري (افغان حکومت او طالبان) باید د سیاسې هوکړې پر بنسټ، یوې پایلې ته ورسېږي."

اسلام‌اباد کې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د طالبانو د قطر دفتر د غړو لیدنه
اسلام‌اباد کې د پاکستان صدراعظم عمران خان او د طالبانو د قطر دفتر د غړو لیدنه

پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د عمران خان له قوله لیکلي "د تاوتریخوالي د پای لپاره باید دواړه لوري اوربند وکړي."

XS
SM
MD
LG