د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

ناټو: د افغان جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار قطر کې د سولې مذاکرات دي


ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي وایي، د افغانستان د سولې پروسه یوه کمزورې پروسه ده خو په دې هېواد کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره همدا په قطر کې د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ خبرې دي.

د ناټو عمومي منشي وایي، د دې ضمانت نه شته چې د افغانستان د سولې کمزورې پروسه دې بریالۍ شي خو له دې پرته په دې هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو بله لاره نه شته.

ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې د جرمني د ډي پي آې خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون سې شنبې خپره شوې وکړې.

ښاغلي سټولټنبرګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښایي د ناټو لپاره راتلونکي ۲۰۲۱ کال تر ټولو مهمه پرېکړه په افغانستان کې د دې تړون د ماموریت په اړه وي، که ناټو د کړې ژمنې سره سم پرېکړه وکړي چې له دې هېواده ځواکونه ونه باسي، ایا د دې خطر شته چې طالبان به پر نړیوالو ځواکونو حملې وکړي، وویل: "که موږ هره پرېکړه کوو خطرونه لري. که پرېکړه وکړو چې له دې هېواده ووځو، د دې خطر شته چې موږ هغه پرمختګونه له لاسه ورکړو چې د نړیوال تروریزم پر وړاندې جګړې په ترڅ کې مو کړي او هغه دا چې افغانستان بیا د ترهګرۍ پرځالې بدل نه شي."

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه: "که موږ په افغانستان کې پاتې شو، طبعاً د دې خطر شته چې د جګړو او شخړو د زیاتوالي شاهد واوسو او هم د یوې اوږدې مودې لپاره د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شو."

د ناټو عمومي منشي ورته خبره د روانې ډسمبر میاشت په پیل کې له افغانستانه د یو شمېر امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې هم کړې او ویلي و.

هغه زیاتوي: "که موږ په افغانستان کې پاتې شو، د دې خطر شته چې جګړو ته دوام ورکړو او ان د اوږدې مودې لپاره په کې ښکېل پاتې شو. خو که ووځو، زموږ لپاره د دې خطر شته چې افغانستان بیا د نړیوال تروریزم په خوندي ځای بدل شي او هغه پرمختګونه له لاسه ورکړو چې په ډېرو قربانیو مو لاسته راوړي دي."

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې د راتلونکې جنوري د میاشتې تر نیمایي به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له څلورنیم زرو څخه دونیم زرو ته راکم شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ د موافقې له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د طالبانو له خوا د ځینو امنیتي ضمانتونو په بدل کې د راتلونکي کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د ناټو عمومي منشي د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو دې غونډې په پای کې وویل، چې د ناټو غړي هېوادونه دې ته ژمن دي په افغانستان کې د افغان ځواکونو چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه مخ ته وړي، د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او ملاتړ مامورت ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG