د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ناټو: له افغانستانه په بیړه د ځواکونو وتل به بریاوې له بربادۍ سره مخ کړي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وايي، که نړیوال له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار واخلي، دا خطر شته چې د دغه هېواد د تېرو دوو لسیزو بریاوې بربادې شي.

ینس سټولټنبرګ پرون (دوشنبه) د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې، په یوه انلاین خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې امریکا پتېلې چې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر کم کړي، د نورو متحدانو د پوځیانو شمېر به په اوسني حالت کې پاتې شي.

د ناټو سرمنشي وايي، دوی د افغانستان په اړه له یوې سختې دوه لارې سره مخامخ شوي دي.

ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار اخیستل خطرناک دي.

هغه زیاته کړه: "که په افغانستان کې پاتې شو، له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او په کړکېچن حالت کې د سخت پوځي حضور له خطر سره مخامخ کېږو، خو که له افغانستانه ووځو د تېرو دوو لسیزو د بریاوو د بربادۍ خطر شته، مهمه دا ده چې پرې نږدو چې افغانستان د نړیوالو تروریستانو په خوندي ځالې بدل شي."

ټاکل شوې ده چې نن او سبا د ناټو د باندنیو چارو وزیران غونډه وکړي.

د دوی د غونډې یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.

د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی چې په نتیجه کې یې باید سوله وشي.

ده په عین حال کې دا فرصت نازک وباله.

له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغانستان د دولت او طالبانو استازي په دوحه کې خبرې کوي خو لا یې هم اصلي او رسمي خبرې نه دي پیل کړي.

د ناټو سرمنشي وویل، که له دې ډاډ ترلاسه شو چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي، تاوتریخوالی کموي او اوربند مني، د ځواکونو په ایستلو به ډېر وخت ونه لګوي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، په افغانستان کې به د اروپايي او نورو متحدانو د ځواکونو شمېر کم نه کړل شي.

نوموړی زیاتوي: "د امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي، خو د اروپايي متحدانو او نورو هېوادونو په ګډون کابو نیمايي نړیوال ځواکونه په ګډه خپل روزنیز ماموریت ته دوام ورکوي."

تر دې وړاندې ویلي و چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په امر به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمايي پورې له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

د امریکا دفاع سرپرست وزیر کریستوفر میلر
د امریکا دفاع سرپرست وزیر کریستوفر میلر

د ناټو سرمنشي وايي، وروسته له دې چې منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم په ځای کړل، بلنه به ورکړي چې د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته ورشي او په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه خپل نظر ورسره شریک کړي.

سټولټنبرګ ونه ویل چې دا غونډه به کله جوړه شي خو په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د کرونا ویروس له کمېدو وروسته ښايي په فبرورۍ کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG