د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

حمدالله محب: افغان ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه کوي


ارشیف، افغان ځواکونه
ارشیف، افغان ځواکونه

د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، دا ‌مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه کوي او راتلونکی کال به دا شمېره ۱۰۰ سلنه شي.

ښاغلي محب د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې ویلي، د ولس د ساتنې لپاره د لا اغېزناکو ګامونو پر پورته کولو کار کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې همدا اوس د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې جګړه روانه ده او پوځي شنونکي په یو شمېر سیمو کې د امنیتي او دفاعي ادارو په مدیریت نیوکې کوي.

حمدالله محب
حمدالله محب

د ملي امنیت شورا وايي، افغان ځواکونه د هېواد په هره سیمه کې د خپلو خلکو او خاورې ساتنه کوي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وايي: "د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس‌مهال تر ډېره بریده، بلکې ۹۶ فیصده په خپلو پوځي فعالیتونو کې خپلواک دي او پر چا یې تکیه نه‌شته."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس افغان امنیتی او دفاعي ځواکونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې په جګړو بوخت دي چې په ډېرو کمو مواردو کې لکه د هلمند اوسنۍ جګړه له بهرنیو ځواکونو د هوایي ملاتړ غوښتنه کوي.

په امنیتي او دفاعي برخه کې د پوځي اقداماتو د خپلواکۍ او مسؤلیت منلو بحث داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ روانه اوونۍ له افغانستان څخه تر کرسمس پورې د خپلو ټولو عسکرو د ویستو خبره وکړه.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم‌مهال ویلي چې د امریکايي عسکرو وتل به پر وضعیت اغېز وکړي، خو افغان ځواکونه کولای شي چې له خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

نظامي کارپوهان بیا په پوځي برخه کې د ټول مسؤلیت منل او دغه‌شان په بریاليتوب د ټولو عملیاتو کول، د امنیتي او دفاعي ادارو او د وسله‌والو ځواکونو تجهیز او پیاوړي کېدو سره تړلي بولي.

عتیق‌الله امرخېل
عتیق‌الله امرخېل

متقاعد جنرال عتیق‌الله امرخېل که څه هم د ټولو عملیاتو رهبري یو بریاليتوب بولي، خو د عملیاتو پایله هم مهمه ګڼي: "هغه مهال چې موږ ۱۰۰ فیصده عملیات کوو، موږ باید یو موډرنه اردو ولرو، په دې معنی چې ټول ځمکني او هوايي تخنیک باندې مجهز وي، څو پر دښمن لاس‌بري واوسو. همدا ډول ابتکار زموږپه لاس کې وي."

د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار داسې مهال په پوځي برخه کې د ۹۶ سلنه خپلواکو فعالیتونو خبره کوي چې امریکا او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت په ځلونو او تکراري ډول، د افغان ځواکونو د تمویل، تجهیز او په ځینو برخو کې د ملاتړ خبره کړې ده.

تازه په کابل کې د امریکا سفارت هم په خپله ټویټرپاڼه په مشترک ډول له افغان ځواکونو سره تېر کال د ۴۲۰،۷۰۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د له‌منځه وړو خبره کړې او زیاتوي، توانېدلي په همدې کال کې د ۶،۵ میلیارده افغانیو په کچه نشه‌يي مواد له‌منځه‌ یوسي، د پروسس فابریکي یې تخریب او د قاچاق مخنیوی یې وکړي.

XS
SM
MD
LG