د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د ډونالد ټرمپ انتخاباتي ډلې په انتخاباتو کې د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ


د ډونالد ټرمپ انتخاباتي کمپاین
د ډونالد ټرمپ انتخاباتي کمپاین

د امریکا د جمهور رئیس د انتخاباتي ډلې ویاند په انتخاباتو کې له ډونالد ټرمپ نه د طالبانو ملاتړ په کلکه رد کړ.

د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ډلې ویاند تیم مورتو ویلي، دوی په انتخاباتو کې له ټرمپ سره د طالبانو خواخوږي ردوي او دغه ډله باید وپوهېږي چې جمهور رئیس ته د امریکا ګټې مهمې دي او د ساتلو لپاره‌يې له هرې ممکنه لارې ګټه اخلي.

له دې وړاندې «سي بي اېس نیوز» په خپل راپور کې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له قوله ویلي و چې دغه ډله د "امریکا په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ د بریا هیله لري، څو په افغانستان کې د امریکايانو حضور پای ته ورسېږي".

«سي بي اېس» دغه‌شان د طالبانو د یوې سرچینې له قوله چې نوم‌يې نه‌دی اخیستل شوی ویلي دي: "کله چې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ټرمپ له اخته کېدو خبر شول اندېښمن شول، خو اوس داسې ښکاري چې روغتیايي وضعیت‌یې ښه دی."

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

په دې راپور کې راغلي چې طالبان ځکه د امریکا په انتخاباتو کې د ټرمپ بریالیتوب ته لېوالتیا لري چې نوموړی غواړي په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه پای ته ورسوي او خپل عسکر له دې هېواده وباسي.

د طالبانو یوه مقام «سي بي اېس» ته ویلي چې "ښايي ډونالد ټرمپ د نړۍ لپاره یو مسخره وي، خو هغه د طالبانو لپاره یو هوښیار او عاقل شخص دی."

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه عبداللطیف نظري وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې له هوکړې وروسته د دواړو لورو ترمنځ یو ډول تعامل رامنځته شوی دی.

ښاغلی نظري زیاتوي: "د دوحې د سولې هوکړه‌لیک دواړه لوري له یوه، بل سره د راتلونکو اړیکو لرلو په اړه جدي کړي دي. له همدې کبله د طالبانو دا غبرګون کولای شي له همدې زاویې د تحلیل وړ وي. په ورته وخت کې دا باید له یاده ونه‌باسو چې د ټرمپ ادارې طالبانو ته ډېر امتیاز ورکړی دی او د طالبانو اسلامي امارت‌یې په غیر رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو تازه استول شوي پیغام کې ویلي چې «سي بي اېس» د ده خبرې ناسمې تعبیر کړي او هغه څه چې په یاد راپور کې خپاره شوي، ده په خپله مرکه کې نه‌دي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کې چې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوه، امریکا ویلي چې د دې هوکړې پر بنسټ به د ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې امریکايي عسکر له افغانستانه ووځي.

اوس‌مهال په افغانستان کې نږدې ۵ زره امریکايي سرتېري مېشت دي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین په وینا شمېر به‌يې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې ۲،۵۰۰ ته راکم شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره میاشت په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په خبرو کې ویلي چې ټاکل شوې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر مې یا اپرېل میاشتي پورې امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه افغانستان پرېږدي.

ارشیف، د هلمند کجکي ولسوالۍ کې یو شمېر امریکايي سرتېري د ګزمې پر مهال
ارشیف، د هلمند کجکي ولسوالۍ کې یو شمېر امریکايي سرتېري د ګزمې پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا په دې وروستیو کې په خپل ټویټر کې لیکلي چې تر کرسمس پورې به امریکايي ځواکونه خپل کور ته ستانه کړي.

خو د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د ټرمپ له دغه دریځ وروسته وویل چې د سولې له راتګ او ټینګښت وړاندې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل به په روان وضعیت اغېزې ولري.

XS
SM
MD
LG