د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

که د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو یو کاندید مړ شي څه به پېښ شي؟


(ښی-کین) د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ډیموکرات کاندید جوبایډن او جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ
(ښی-کین) د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ډیموکرات کاندید جوبایډن او جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ

که د امریکا ولسمشر د ناروغۍ له امله نه‌شي کولای خپله دنده پر مخ یوسي او یا هم مړ شي، د امریکا د اساسي قانون ۲۵مه ماده واضح حکم کوي چې د ولسمشرۍ صلاحیتونه مرستیال ولسمشر مایک پنس ته انتقالېږي او چارې به تر هغو مخ ته وړي چې د ناروغۍ په صورت کې ولسمشر بېرته ښه شوی نه‌وي او د چارو د پر مخ بیولو وړتیا ولري.

خو که تر انتخاباتو مخکې یا تر هغې وروسته د ولسمشرۍ یو کاندید مري، څه پېښېږي؟ که د ولسمشر تر لوړې مخکې د انتخاباتو ګټونکی مړ شي څه پېښېږي؟

اسوشیټډ پرس خبري اژانس په یوه مطلب کې دې موضوع ته وروسته له هغې پام اړولی چې د امریکا ولسمشر او د راروانو انتخاباتو جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ پر کرونا ویروس اخته شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. پر هغه ویروس چې تر اوسه‌یې د دوه لکه نهو زرو امریکایانو ژوند اخیستی.

د امریکا ولسمشر او جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ وروسته له هغې چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله روغتون کې بستري شو د لنډې مودې لپاره له روغتونه راووت.
د امریکا ولسمشر او جمهوري‌پال کاندید ډونالد ټرمپ وروسته له هغې چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله روغتون کې بستري شو د لنډې مودې لپاره له روغتونه راووت.

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې تر اوسه په امریکا کې هېڅکله هم داسې نه‌دي پېښ شوي چې د نومبر له پیله چې په درېیمه نېټه‌یې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي او د ګټونکي ولسمشر تر لوړې پورې چې د بل کال د جنورۍ ۲۰مه ده، په څه کم درې میاشتو موده کې دې ګټونکی کاندید مړ شوی وي.

د امریکا اساسي قانون او همداراز د انتخاباتو ایالتي او فدرالي قوانینو کې په دې اړه د مشخصو تګلارو یادونه شوې، خو دې ته په پام چې داسې څه تر اوسه نه‌دي پېښ شوي، ګرانه ده چې د دغه بهیر د نتیجې ډاډ ترلاسه شي.

د ولسمشرۍ د ګټونکي په اړه به وروستۍ پرېکړه د امریکا د استازو جرګه کوي.

د امریکا کانګرس د دواړو جرګو غړي
د امریکا کانګرس د دواړو جرګو غړي

که د ولسمشرۍ یو کاندید تر انتخاباتو مخکې یا وروسته مړ شي د دې امکان شته چې سیاسي ګوند د مړه شوي کاندید پر ځای بل څوک ونوموي، خو نه لکه اوس چې د انتخاباتو نېټه دومره رانږدې شوې. نږدې ۶۳ میلیونه رأی پاڼې رأی ورکوونکو ته استول شوي او نږدې درې میلیونه رأی ورکوونکو هم خپلې رایې د پوسټ له لارې ورکړې دي.

له انتخاباتو د کاندیدانو د انصراف موده هم له دوو، شمالي کارولینه او کانیکټیکټ ایالتونو پرته نورو ټولو کې پای ته رسېدلې. په دغو ایالتونو کې هم دغه موده په څو محدودو ورځو کې پای ته رسېږي.

د انتخاباتو نېټه هم د فدرالي قانون له مخې چې سږ کال د نومبر درېیمه ټاکل شوې، یوازې کانګرس‌یې بدلولی شي.

د کالیفورنیا په پوهنتون کې د ایرواین د حقوقو د پوهنځي استاد ریچارد هاسن وایي، په اوس وخت کې د انتخاباتو له ځنډېدو او له سره د دغه بهیر د بیا پیلېدو پرته ناممکنه ده چې رأی پاڼې بدلې شي. د نوموړي په خبره ګومان نه‌کوي چې کانګرس به دې کار ته غاړه کېږدي.

که د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی تر انتخاباتو وروسته مري په هغه صورت کې د اساسي قانون د ۲۰مې مادې له مخې د هغه مرستیال د جنورۍ په ۲۰مه د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي، خو نوی ولسمشر تر هغو رسماً منتخب ولسمشر نه‌شي ګڼل کېدای چې د کانګرس دواړه جرګې د انتخاباتي رایو تر شمېرلو وروسته هغه رسماً ګټونکی اعلان کړی نه‌وي.

که یو کاندید مخکې تر دې چې ګانګرس‌یې ګټونکې اعلان کړي مړ شي، په هغه صورت کې تر ټولو یو مبهم حالت رامنځته کېږي.

د دوه ګوندیزې پالېسۍ په مرکز کې د دولتي مطالعاتو د څانګې مشر جان فورټیر وایي کانګرس به د انتخاباتي هیئتونو په اړه چې رأی ورکوونکو د خپلې خوښې کاندید ته ورکړي، پرېکړه کوي.

انتخاباتي هیتئونه یا کالج ښایي د هغه کاندید پر خوا چې په غالب ګومان به د ولسمشرۍ مرستیال کاندید وي، راټول شي.

د امریکا کانګرس ماڼۍ
د امریکا کانګرس ماڼۍ

د امریکا کانګرس هغه وروستۍ مرجع ده چې د منتخب ولسمشر او د مرستیال په اړه‌یې پرېکړه کوي.

کانګرس صلاحیت لري چې انتخاباتي رایې چې سپینې ماڼۍ ته د یوه ولسمشر د بریالیتوب لپاره‌یې حد ۲۷۰ ټاکل شوی، ومني یا هغه رد کړي.

که هېڅ یو کاندید دغه حد پوره نه‌کړي، د استازو جرګه ولسمشر او د مشرانو جرګه مرستیال ولسمشر ټاکي.

کانګرس تر اوسه د ولسمشرۍ د درې انتخاباتو په اړه وروستۍ پرېکړه کړې چې وروستۍ یوه‌یې شااوخوا ۱۵۰ کاله پخوا وه.

XS
SM
MD
LG