د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې قرنطین کېږي


ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ
ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، په کرونا ویروس د یوې نږدې همکارې تر اخته کېدو وروسته د «قرنطین لړۍ» پیلوي.

هوپ هیکس چې دا اوونۍ له ولسمشر ټرمپ سره په څو سفرونو کې ملګرې وه، پرون‌یې د معایناتو نتیجه مثبته وه.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي چې هوپ هیکس په شدت، له خنډ او ځنډ پرته کار کړی او دا ډاروونکې ده چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د معایناتو نتیجه‌یې مثبته وه.

ولسمشر ټرمپ لیکلي چې دی او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ هم د خپلو معایناتو نتیجې ته په تمه دي او د ځانونو د قرنطین پروسه به پیل کړي.

هیکس تېره سې شنبه له ولسمشر سره په الوتکه کې د جمهوري ریاست لومړۍ مناظرې ته د اوهایو ایالت کلیولنډ ته او تېره چهارشنبه په یوه لویه غونډه کې د ګډون لپاره د جمهوري ریاست په څرخي الوتکه کې مینه‌سوتا ایالت ته لاړه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جد دیر په یوه اعلامیه کې وویل، ولسمشر د ځان او هر هغه چا روغتیايي خوندیتوب ته جدي پام کوي چې د ده او د امریکایي وګړو د ملاتړ لپاره کار کوي.

په وروستیو میاشتو کې د سپینې ماڼۍ د ګڼو کارکوونکو د معایناتو نتیجه مثبته ختلې چې په دغو کسانو کې د مرستیال ولسمشر مایک پنس مطبوعاتي سکرتر کیټي مېلر او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین راځي.

XS
SM
MD
LG