د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

ټرمپ په کرونا له اخته کېدو وروسته په لومړي ځل عام محضر کې راڅرګند شو


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په کرونا تر اخته کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون د اکټوبر په ۱۰مه په عام محضر کې راڅرګند شو.

سپینې ماڼۍ په دې اړه وضاحت رد کړی چې ووایي، ټرمپ تر اوسه هم دغه ساري ناروغي لري او که نه.

ټرمپ د سلګونه کسانو غونډې ته د سپینې ماڼۍ له یوې برنډې وینا وکړه.

نوموړي لومړی ماسک بند کړی و، خو کله‌یې چې وینا شروع کړه، ماسک‌یې لیرې کړ.

ډونالد ټرمپ په فلوریدا کې یوې سیاسي غونډه کې د ګډون چمتووالی نیسي، دا غونډه سبا د اکټوبر ۱۲مې ته پلان شوې.

نوموړی د اوونۍ په پای کې پنسلوانیا ته هم ځي او یوه کمپایني غونډه کې برخه اخلي.

د امریکا ولسمشر د اکټوبر په لومړۍ نېټه په کرونا اخته شوی او درې ورځې یې په روغتون کې تېرې کړې.

XS
SM
MD
LG