د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

ډونالد ټرمپ: له ژمي مخکې باید ټول امریکایي سرتېرې له افغانستانه ووځي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې تر ژمي مخکې باید ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، دی غواړي چې ټول امریکایي ځواکونه تر کرسمس پورې له افغانستانه وباسي. تر کرسمس پورې نږدې دوه نیمې میاشتې پاتې دي.

کابل د ډونالد ټرمپ دې پرېکړې ته اندېښنه نه‌ښکاره کوي، خو وایي چې پر وضعیت به بې‌اغېزې نه‌وي. طالبان بیا وایي چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې پرېکړو ته به له دې اعلان سره یو ګام ورلنډ شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې اعلان په غبرګون کې ویلي دي چې دا د اندېښنې وړ خبره نه‌ده.

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ زیاتوي: "دا پرېکړه پرته له څه شکه چې پر وضعیت اغېز کوي، خو هغسې نه چې خلک فکر کوي، ځکه چې د اوس لپاره جګړه، همداراز د خلکو او هېواد امنیتي چارې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې دي."

طالبانو بیا په یوې اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی وکړ او دا یې د فبرورۍ د ۲۹مې د سولې هوکړې د پلي کېدو په لاره کې یو مثبت ګام وباله. په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوې دي چې طالبان له امریکا سره د توافق‌نامې پرېکړو ته ژمن دي.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټر لیکلي دي، تر کرسمس پورې باید په افغانستان کې زموږ پاتې لږ شمېر زړور نارینه او ښځینه سرتېرې په کور شي.

دا ټویټ څو ساعته وروسته تر دې خپور شو چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وویل، د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر د راتلونکي کال په لومړیو کې ۲،۵۰۰ ته راکم کړي.

واشنګټن تر دې مخکې ویلي و چې راتلونکې میاشت به د خپلو پوځیانو شمېر په افغانستان کې څلور زرو ته کموي.

د ټرمپ دا پيغام د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو څلور اوونۍ مخکې خپور شو او دی غواړي چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو ژمنه پر ځای کړي چې بې‌انجامه جګړې به پای ته رسوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په لاس وېګاس کې په نویدا پوهنتون کې وویل، کله چې ټرمپ ولسمشر شو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو زیات و او د راتلونکي کال تر لومړیو به دا شمېره ۲،۵۰۰ ته ورسېږي.

واشنګټن له طالبانو سره د سولې د تړون تر ژمنو مخکې ګامونه اخلي، د دې سربېره چې د مذاکراتو پيل ځنډېدلی دی. د دې تړون له مخې بهرني ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

د سولې په خبرو کې د افغان چارواکو او لوېدیځ ډیپلوماتانو لپاره چې په قطر کې یې د سولې د خبرو اسانتیاوې برابرې کړي اوربند تر هر څه مهم دی.

رابرټ اوبراین
رابرټ اوبراین

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اوبراین وویل، دا د افغانانو دنده ده چې یوې هوکړې ته ورسېږي او د سولې تړون وکړي، خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې پرمختګ ورو دی او پرمختګ به اسانه نه‌وي، موږ فکر کوو چې دا ضروري ګام دی او موږ فکر کوو چې امریکایان دې ته اړتیا لري چې خپل ټاټوبي ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG