د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

جان نېکلسن: روسیه د افغانستان په جګړه کې له طالبانو ملاتړ کوي


په افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پخوانی عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن
په افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پخوانی عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن

ځیني امریکایي پخواني چارواکي یو ځل بیا روسیه تورنوي چې د افغانستان په جګړه کې له طالبانو ملاتړ کوي.

‎په افغانستان کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلې یوې تازه مقاله کې لیکلي، که امریکایي ځواکونه ټول له افغانستان نه ووېستل شي افغانستان به طالبانو او روسیې ته پاتې شي چې په خبره‌یې دا به ګرانه تمام شي.

خو طالبان بیا د جنرال جان نېکلسن خبرې او نور راپورونه ردوي.

‎دا مقاله واشنګټن پوست ورځپاڼې خبره کړې.

دغه امریکایي پخواني چارواکي وړاندې په خپله مقاله کې لیکلي چې روسیې د طالبانو له لوري د جګړې د دوام او له افغانستان نه د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د وتلو په برخه کې د نفوذ ترلاسه کولو په نیت کوچنۍ وسلې، مهمات او پیسې چمتو کړي.

د نېکلسن دغې مقاله ته په پام، یو شمېر افغان پخواني لوړ رتبه امنیتي چارواکي په دې باور دي چې روسیه د خپلو ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کوي.

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په مرکه کې وویل چې روسیه غواړي په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ واخلي.

ښاغلی پتنګ زیاتوي: "د دې جګړې تر شا اوس روسیې هم پښې اوږدې کړي چې د افغانستان حریم کې مداخله وکړي چې هغه د طالبانو ملاتړ دی، روسیه داسې فکر کوي چې مخکې یې دلته په جګړه کې ماتې خوړلې او اوس غواړي د دغې ماتې تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه کړي چې د سړې جګړې له لارې له امریکا یې قصور وباسي تر څو امریکایي ځواکونه له دې ځایه ووځي او داسې یو رژیم حاکم شي چې هم طالبانو، هم پاکستان او هم نورو د سیمې استخباراتو ته د منلو وي."

مجتبی پتنګ
مجتبی پتنګ

‎ښاغلی پتنګ وایي مخکې تر دې چې دا لاسوهنې لا پراخه او اغېز یې د هېواد پر وضعیت لا زیات شي، افغان حکومت او طالبان دې د نورور هېوادونو په ګډون چې د افغانستان په سوله کې یې ګټې نغښتې دي یوه اجماع رامنځته او د دوامدارې سولې زمینه دې برابره کړي.

‎‎ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت پخواني عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلې دې مقاله کې دا هم ویلي چې افغانستان کې د ده د مأموریت پر مهال په شمالي ولایتونو کې د والیانو له لوري یې دفتر ته، له وسله‌والو طالبانو داسې نیول شوې وسلې وروړل شوي چې روسي وې.

په مقاله کې راغلي چې روسیې له طالبانو په دا شان ملاتړ سره د افغانستان د سولې پروسه، د ناټو او امریکایي ځوانو د شتون مشروعیت او د دوی سرتېري په خطر کې اچولي دي.

نوموړي دا خبرې هغه مهال چې دی برحاله قوماندان هم و د ۲۰۱۸ کال د اپرېل میاشت کې په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په مرکه کې هم کړې وې.

‎نېکلسن په خپلې دې مقاله کې ټینګار کړی چې امریکا باید تر هغه له افغانستان نه خپل ځواکونه ونه‌باسي تر کومه چې طالبانو له افغان حکومت سره سوله او خپلې ژمنې یې نه‌وي عملي کړي.

په افغانستان کې امریکايي پوځیان
په افغانستان کې امریکايي پوځیان

دغه امریکایی مخکېني لوړپوړي چارواکي ویلي، د دوی جګړه به په افغانستان کې هغه مهال پای ته ورسېږي کله چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني، خو په خبره‌یې په دې وروستیو کې چې د سولې په بهیر کې څومره هم پرمختګ کېږي طالبان هومره تاوتریخوالی زیاتوي.

‎دی ادعا کوي چې د دې تاوتریخوالي د کچې د لوړولو ملاتړ هم روسیه کوي.

‎خو طالبان بیا د جنرال جان نېکلسن خبرې ردوي او پروپاګند یې بولي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دوی تر دې دمه په جګړه کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مدرنه وسله نه‌ده کارولې او د دوی له جنګیالیو سره ټولې شته وسلې د افغانستان له پخوانیو جګړو ورپاتې دي.

‎ښاغلی مجاهد وایي تېرو کلونو کې چې روسیې له افغان حکومت سره د ۱۰ زرو کلاشنیکوفونو مرسته کړې وه دوی د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ترلاسه کړي او کېدای شي همدا وسلې جنرال نېکلسن ته ورسېدلې وي.

۲۰۱۶ کال کې له افغانستان سره د روسیې مرسته شوي کلاشنیکوفونه
۲۰۱۶ کال کې له افغانستان سره د روسیې مرسته شوي کلاشنیکوفونه

‎تر دې وړاندې هم امریکا څو ځلې تور پورې کړی چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي ان دا چې هغه هېواد په افغانستان کې د امریکایي چارواکو او سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي.

‎که څه هم روسیې په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي او ازادي راډیو هم په کابل کې د نوموړي هېواد د سفارات د نوي نظر په اخیستلو بریالۍ نه‌شوه، خو وړاندې یې په دې تړاو غبرګونونه ښودلي او دا ادعاوې یې رد کړې دي.

‎خو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ښکاره له طالبانو سره د تماسونو خبرې کړې دي. ‎

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

‎هڅه مو وکړه چې په دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له ساعتونو انتظار وروسته مو هم د موضوع په اړه د دوی نظر ترلاسه نه‌کړ.

XS
SM
MD
LG