د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

نیوزویک د مارک کیلي له قوله: ټرمپ باید د نیویارک ټایمز د راپور په اړه ځواب ووايي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه چې روسیه په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي دا څو پرله پسې ورځې امریکايي رسنۍ مطالب خپروي.

  • نیوزویک

له دې ډلې تازه نیوزویک مجلې په یوه مقاله کې سنا جرګې ته د یوه کاندید په حواله لیکلي چې ټرمپ باید د روسیې–طالبانو د انعامونو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.

د متقاعد ستور مزلي او سنا ته کاندید مارک کیلي په حواله د نیوزویک په دې مقاله کې راغلي، ولسمشر ټرمپ دې ووایي چې پر امریکایانو د طالبانو د بریدونو او له روسیې سره د دې مسئلې د تړاو په راپورونو څه وخت او څنګه پوه شو؟

د ده په حواله زیاته شوې چې د ټرمپ اداره باید د امریکايي عسکرو د وژلو په تړاو د روسیې د احتمالي انعامونو د ورکړې په مقابل کې عکس‌العمل ښکاره کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلي مکناني که څه هم په دې تړاو چې ولسمشر ټرمپ به واقعاً په دې مسئله خبر و که څنګه؟ څه ونه‌ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د نیویارک ټایمز په راپور کې معلومات استخباراتي ادارو نه‌و شاربلي او چارواکو چندانې با ارزښته ونه‌بلل.

  • د هېل

دِ هېل خپرونې هم د روسیې–طالبانو په اړه په وروستي خپاره شوي راپور یو تحلیلي مطلب لیکلی دی.

په مقاله کې راغلي چې ژورنالېستان او کارپوهان دې د داسې راپورونو په وړاندې له شکاکیت او ډېر غوره کار واخلي.

د مطلب د لیکوال په باور خبریالانو ته هره ورځ ډېر ناسم معلومات رسېږي، خو دا د دوی کار دی چې د رښتیا د معلومولو لپاره معلومات وشاربي او پسې وګرځي.

هېل زیاتوي چې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د راپورونو نتایج به ډېر سخت اثر ولري.

د بېلګې په توګه خپرونې طالبانو ته د روسیې له‌خوا د امریکایانو د وژنو لپاره د انعامونو ورکړه یاده کړه چې په خبره‌یې له دوو حالتونو خالي نه‌ده. لومړی د هېل په لیکنه هغه تورونه دي چې روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایانو د وژنې لپاره انعامونه ورکړي او دوهم دا چې ولسمشر ټرمپ په دې مسئله خبر و او ځان‌یې ناګاره اچولی او یا یې د داسې مسایلو په تړاو د سپینې ماڼۍ دروازې تړلي.

هېل دا پوښتنه مطرح کړې چې په دې وروستي راپور کې سرچینې څومره باوري دي؟ بېرته‌یې ځواب ورکړی چې هر وار سمې نه‌وي. په مقاله کې راغلي د نیویارک ټایمز راپور د هغو وسله‌والو او مجرمینو د بیاناتو په حواله لیکل شوی چې د افغان حکومت له‌خوا پلټل شوي.

خپرونه زیاتوي بنديان تل خپلو پلټونکو ته مسایل په دې هدف مطرح کوي چې چلند یې ورسره نرم شي او ښايي د هېل په لیکنه سرچینې په قصدي یا غیر قصدي توګه تېروتونکي وي.

XS
SM
MD
LG