د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

پنټاګون: که د روسیې په اړه راپورونه تأیید شي ځواب ورکوو


د روسیه بیرغ
د روسیه بیرغ

امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون جګپوړو چارواکو پرون وویل، که د امریکا پوځ هغه راپورونه تأیید کړای شول چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي، متحده ایالتونه به ځواب ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل، تر اوسه پورې دا معلومات د دفاعي استخباراتي ادارو له لوري تأیید شوي نه‌دي، خو ژمنه یې وکړه چې پینتاګون به د حقیقت د څرګندولو لپاره پلټنه وکړي.

ده وویل چې که دا راپورونه رښتیا ول نو اقدام به وکړي، مګر ویې نه ویل چې څه ډول اقدام به وکړي.

له جنرال میلي او دفاع وزیر مارک اسپر څخه د کانګریس په استماعیه غونډه کې د رسنیو د هغو راپورونو په اړه پوښتنې وشوې چې پر اساس یې‌ویل شوي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعام منلی و.

دفاع وزیر اسپر وویل، د ده قوماندانانو لومړی پلا د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ته د انعام ورکولو راپورونه واورېدل او ده په دې اړه په فبرورۍ کې یوه استخباراتي پاڼه ولیده.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، سره له دې چې دوی دا خطرونه جدي وګڼل خو تراوسه پورې یې ثابته کړې نه‌ده چې دا راپورونه باوري دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره تېره میاشت د استخباراتي سرچینو په قول وویل چې ولسممشر ډونالډ ټرمپ ته په دې اړه استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو خو هغه یې په وړاندې هېڅ ګام وانه‌خیست.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

سپینې ماڼۍ ویلي چې ترمپ ته په دې اړه استخباراتو څه نه‌دي ویلي ځکه چې دا راپورونه لا تأیید شوي نه‌وو.

  • احتمالي تدابیر

په داسې حال کې چې د جون د میاشتې په وروستیو کې د روسانو له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو د ادعا راپورونه خپاره شول، ولسمشر ټرمپ له جرمني څخه د نږدې ۱۰ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو طرحه تصویب کړه. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په باور دې اقدام روسیې ته ناسم پیغام ورکړ.

ده پرون پنجشنبه د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سوال او ځواب په غونډه کې وویل، دا کار ناټو ته د ګوزار ورکولو او کمزورولو لپاره د روسیې په طبعه برابر دی. او که له دغو انعامونو سره سره، چې طالبانو ته یې منلي، له جرمني ځواکونه وایستل شي، دا به د روسیې د ګواښونو په وړاندې د امریکایانو د کمزورتیا نښه وګڼل شي.

د کانګرس د سوال او ځواب دا غونډه د روسیې د اقداماتو په وړاندې احتمالي ځواب ته ځانګړې شوې وه.

XS
SM
MD
LG