د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

'د امریکا د کانګرس ځینې غړي افغانستان ته د پوځي ځواکونو د استولو د دوام پلویان دي'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پرسر لانجه په یوه تحلیلي مطلب کې څېړلې ده.

ورځپاڼه د حکومت د یوه ویاند هغه وینا رااخیستې ده چې وايي، افغان حکومت د بین‌الافغاني خبرو د پیل په هیله، د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو پرېکړه وروسته له هغه کوي چې طالبانو د خپلو څو سوه بندیانو اصلاح شوی لیست وروسپاره. نیویارک ټایمز زیاتوي، د شااوخوا ۶۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پرسر لانجې د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په مقصد د امریکا په منځګړتوب بین‌الافغاني خبرې له خنډ سره مخامخ کړي دي.

په داسې حال کې چې له دواړو خواوو د بندیانو د خوشې کولو بهیر روان و افغان حکومت ویل چې پاتې بندیان په امنیتي دلایلو نه خوشې کوي. ورځپاڼه لیکي چې د حکومت لویدیځ متحدان هم د دې کسانو د خوشې کولو مخالف دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د مخکیني لیست له ردېدو وروسته طالبانو د خپلو بندیانو نوی لیست حکومت ته وسپاره. ښاغلي فیصل ویلي دي چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام وکړي خو هغه ټینګار کړی چې بین‌الافغاني خبرې باید سمدستي پیل شي.

طالبانو د حکومت د نوي دریځ په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي خو نیویارک ټایمز لیکي، تر اوسه معلومه نه‌ده چې ایا دا ډله به افغان حکومت ته د سپارل شوي نوي لیست په اساس خبرو ته چمتو وي کنه.

نیویارک ټایمز همداراز د یوې ډیپلوماتیکي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر طالب مشرانو فشار زیات کړی دی چې د بندیانو د خوشې کولو په مسئله کې جوړجاړی ومني او ویلي یې دي، تمه شته چې دا خنډ به له مخې لیرې شي.

  • دې هيل

بلې امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل هم د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، د امریکا د کانګرس ځینې غړي افغانستان ته د پوځي ځواکونو د استولو د دوام پلویان دي.

په مطلب کې راغلي چې متحدایالات نولس کاله د افغانستان په خونړۍ او ناپایه جګړه کې ښکېل و، خو خپل اصلي ماموریت چې هدف یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدکوونکو سره عدالت و، ترې هېر شو. د مطلب لیکوال زیاتوي چې اوس د افغانستان ماموریت د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم ارتباط نه لري خو د دې جګړې انساني او مالي بیه په حیرانوونکي ډول لوړه ده.

دې هېل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پلان چې غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او د بل کال ترپایه ټول ځواکونه ترې وباسي ستايي خو په عین حال کې د لیز چیني او جېسن کراو په مشرۍ د کانګرس د پوځي خدماتو د کمیټې هغه وړاندیز ته اشاره کوي چې د امریکا د کلنۍ دفاعي بودیجې په لایحه کې یې د تعدیل غوښتنه کړې. د دې تعدیل له مخې به د هغو پوځیانو شمېر چې باید له افغانستانه ووځي محدود او د امریکايي ځواکونو د حضور موده تمدید شي.

ورځپاڼه لیکي چې دا وړاندیز تر ډېره د هغو وروستیو راپورونو پر وړاندې چې ګنې روسیې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې د کانګرس د غړو غبرګون دی. د دې هیل د مطلب په پای کې راغلي دي چې دا حل لاره مایوسوونکې ده ځکه د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې د متحدایالاتو د پوځي حضور دوام د روسیې، ایران او غیردولتي لوبغاړو په څېر د امریکا مخالفینو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې امریکايي سرتېري په ارزانه بیه ووژني.

XS
SM
MD
LG