د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژلو په اړه امریکايي استازي معلومات غواړي


د امریکا استازو جرګه
د امریکا استازو جرګه

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحد ایالتونو د استازیو جرګې یو شمېر غړیو ته به نن د هغه راپور په اړه معلومات ورکړل شي چې ویل کېږي، روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره انعامونه ورکړي دي.

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو غړیو ته د هغه راپور په اړه معلومات ورکړل شول چې ویل کېږي، روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره انعامونه ورکړې دي.

د کانګرس دغو جمهوري غوښتونکو غړیو وویل، که چېرته دا راپورونه سم وي روسیه به یې عواقب وویني.

د ګانګرس غړیو ماک ترونبیري او لیز چیني په یوه بیان کې پرون وروسته تر دې چې د خپاره شوي راپور په اړه یې معلومات ترلاسه کړل، وویل: "له یوې مودې راهیسې دا واضح شوې ده چې روسیه په افغانستان کې زموږ خیر نه غواړي."

د کانګرس دغو غړیو زیاته کړه، دا مهمه ده چې موضوع جدي وڅارل شي چې معلومات ترلاسه شي چې روسیه یا کوم بل هېواد امریکایي ځواکونه په نښه کوي.

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یو انځور
افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یو انځور

د کانګرس دو نورو غړیو مایکل ماکول او ادم کینزینګر په یوه بیان کې وویل که چېرته دا راپورونه سم وي نو د ټرمپ اداره دې ژر او جدي لاس په کار شي او د پوتین رژیم سره دې حساب وکړي.

مکول او کنزینګر بیا وویل چې تر هر انتقامي عمل مخکې پکار دي چې یو ځل بیا دغو راپورونو ته کتنه وشي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکو استازیو ته د امریکا د متحد ایالتونو د ملي استخاراتو مشر جان راتکلیف، د سپینې ماڼۍ د چارو د ادارې مشر مارک میډوز او د ملي امنیت مشر رابرټ اوبراین معلومات ورکړل.

راتکلف په یوه بیان کې وویل، موږ لا هم د رسنیو د خپاره شوي راپور تحقیقات کوو خو له بده مرغه وخت یو څه ډير تیر شوی.

د دفاع وزارت ویاند هم ویلي دي چې د دې راپور ارزونه کوي.

جانتان هوفمن بیا وویل تر دې نېټې دفاع وزارت د شویو تورونو کره شواهد نه لري چې خپلواکو سرچینو د دې ادعاو تایید کړی وي.

ټاکل شوې ده چې د استازیو جرګې یو شمېر ډیموکرات غړیو ته به نن د دې موضوع په اړه معلومات ورکړل شي.

د دواړو ګوندونو، جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات غړیو له استخباراتي چارواکو غوښتې دي چې د کانګرس ټولو غړیو ته معلومات ورکړي او دا وړاندیز دې هم وشي چې د روسیې او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره به یې عواقب څه وی.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې برخه کې له استخباراتي ادرو د معلوماتو له اخیستو ډډه وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویاند کایلي ماکاني پرون وویل چې د دې راپور د کره والي په برخه کې د استخباراتي ادارو دننه اجماع نه شته.

د لومړي ځل لپاره نیویارک ټایمز د جون په شپږویشتمه راپور ورکړ چې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ځپلو لپاره انعامونه ټاکلي او په دې اړه د مارچ په میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره معلومات شریک شوې دي، وروسته نورو رسنیو د واشنګتن پوسټ په ګډون پر دې موضوع خپل راپورونه خپاره کړل.

روسیې او طالبانو دا راپورونه رد کړې دي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د جون په اته ویشتمه په یوه بل راپور کې ولیکل چې داسې باور کېږي چې د دغو انعامونو له امله یو شمېر امریکایي سرتیرې په افغانستان کې وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG