د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

سپینه ماڼۍ: د روسیې په وړاندې د تورونو په هکله هېچ شواهد نه‌شته


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا استخبارات په دې اړه چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ټاکلی وو، د نظر اختلاف لري.

سپینه ماڼۍ وایي هېڅ شواهد نه‌شته چې ثابته کړي، روسیې طالبانو ته انعام ټاکلی وي چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري په نښه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کې لایف مک اناني «Kayleigh McEnany» د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د روسیې او طالبانو د همکارۍ په اړه هېڅ ډول معلومات د امریکا له ولسمشر او مرستیال سره‌یې نه‌دي شریک شوي.

هغې زیاته کړه: "استخباراتو ترمنځ د نظر اختلافونه شته. تاسو ته تأییدولی شم چې اوس‌مهال پر روسیې د تورونو په اړه هېڅ ډول عمومي اجماع نه‌شته. نه‌شم کولای د روسیې پر وړاندې د ولسمشر د اقداماتو په اړه څه ووایم."

د همدې اوونۍ په پیل کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو استخباراتي چارواکو په حواله راپور ورکړی وو چې د روسیې د پوځ یوه پټ استخباراتي یونټ د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته د مالي انعام وړاندیز کړی وو.

دا راپور په ډېری رسنیو کې د سر موضوع شوه او د ډېرو لوړپوړو چارواکو پام‌یې ځان ته واړاوه. د سپینې ماڼۍ ویاندې د دوشنبې په څرګندونو کې پر نیویارک ټایمز سخت انتقاد وکړ.

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي

په همدې ورځ د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د دې هېواد د دوو لوړپوړو استخباراتي چارواکو غوښتي چې د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو د وروستیو راپورونو په اړه کانګرس ته ځواب ووایي.

هاخوا په بروکسل کې د ناټو سرمنشي مرستیال مرسیا جې اونا اون د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی لومړیتوب په افغانستان کې د ناټو د ډېر ځواکونو خوندیتوب دی.

د نوموړي په خبره باثباته افغانستان نه‌یوازې د امریکا او متحدینو په ګټه، بلکې د روسیې او ټولې سیمې د امنیت په ګټه دی.

هغه زیاته کړه: "نه‌غواړم د استخباراتي راپورونو په اړه علني نظر څرګند کړم. دا هغه څه دي چې باید په احتیاط‌يې په اړه خبرې وشي، خو هغه څه چې ویلی شم دا دی چې زموږ لومړۍ درجه لومړیتوب د هغو نارینه او ښځو خوندیتوب دی چې په پوځي یونیفورم کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې خدمت کوي."

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف هم د دوشنبې په ورځ د دې ادعا په اړه غبرګون ښودلی.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف

پسکوف د اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، هغه رسنۍ چې دا ډول ادعاوې مطرح کوي، د فرېبکاریو قربانیان دي.

ده وویل: "لومړی، د امریکایانو په نښه کېدو لپاره له طالبانو سره د روسیې د استخباراتو د مرستې په اړه ادعاوې سمې نه‌دي. دوهم که د امریکا ځانګړي خدمات ولسمشر ته ځواب ویونکي وي، وړاندیز کوم چې د ولسمشر ټرمپ مناسبې اعلامیې ته پام وکړي ځکه هغه د رسنیو په اړه خپله ارزونه لري."

د نیویارک ټایمز د راپور تر خپرېدو وروسته د اسوشیټډ پرس خبري اژانس هم راپور ورکړ چې د امریکا استخباراتي چارواکو او دوو باخبره سرچینو دا ادعاوې تأیید کړې دي.

بله‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د رسنیو دا ادعا بې‌اساسه بولي او ویلي یې دي چې په خپلو جګړو کې یې له هېڅ استخباراتي ادارې څخه مرسته نه‌ده غوښتې.

دا نوې مسئله داسې مهال مطرح شوې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په پام کې لري له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

امریکایي رسنیو د دې هېواد د دفاع وزیر په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، تر سږ مني پورې ۴،۰۰۰ نور امریکایي سرتېري هم له افغانستان څخه وځي.

په دې ترتیب یوازې ۴،۶۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتېږي.

د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د توافق له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ وشو، په هغه صورت کې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او د طالبانو له لوري د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې تضمین وشي، د امریکا متحده ایالات د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستان څخه باسي.

XS
SM
MD
LG