د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

ملي امنیت شورا: د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی


د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور
د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور

سیمې ته د زلمي خلیل‌زاد د نوي سفر له پیل سره سم، د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له بند څخه د یو شمېر نورو طالب زندانیانو پر خوشې کېدو کار روان دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، تخنیکي ټیم یې پر دې کار کوي چې طالب زندانیان له بنده خوشې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دوی له زندان څخه د هغو پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو پر چارو بوخت دي چې نوم‌لړ یې ورته سپارل شوی دی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادۍ ته راډیو ته وویل، د طالب زندانیانو د خوشې کولو پروسه اوس هم روانه ده.

هغه زیاته کړه: "د طالب زندانیانو د ازادۍ پروسه په دوامداره توګه مخ‌ته تللې ده، د افغانستان حکومت یې سر لارې و، اوس هم دا پروسه روانه ده او تخنیکي ټیمونه د بندیانو پر ازادۍ او نورو برخو کار کوي. "

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل

د افغانستان حکومت تر دمګړۍ د طالبانو له ۳۵۰۰ زیات زندانیان خوشې کړي دي او طالبانو یې بیا په بدل کې هم له ۵۰۰ زیات د حکومت زندانيان پرېښي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا داسې مهال د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه غږېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې، د خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبکستان ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یک‌شنبه په ورځ په یوه اعلامیه کې ولیکل، ښاغلی خلیل‌زاد به په دې هېوادونو کې په دې ټېنګار کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل کېدو مخکې باید پاتې ژمنې هم عملي شي چې د تاوتریخوالي کمول او په وخت سره د بندیانو پرېښودل یې مهمې برخې دي.

خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته، د جګړې پر شدت نیوکه وکړه.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، نه یوازې دا چې د سولې لپاره لازمې هڅې نه دي شوي، بلکې ورانګاره فعالیتونه زیات شوي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

د حزب اسلامي مشر هر څه ژر د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه، خو د سولې لپاره یې د یوې هر اړخیزې شورا پر جوړېدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: "داسې شورا جوړه شي چې د ملت اکثریت تمثیل کړي، سیاسي اجماع یې تر شاه وي، د یوه فرد یا ډلې په انحصار کې نه وي. دا شورا باید په ټولو مهمو ملي مسایلو کې د پرېکړې وروستۍ مقتدره مرجع وي، نه فقط یوه شکلي او مشاورتي شورا لکه څنګه چې د دوی دواړو لوریو له‌خوا پرې توافق شوی دی. موږ د مصالحې شورا کې ګډون نه کوو."

د افغانستان د سولې په لار کې د شته خنډونو په اړه دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت په ځلونو په طالبانو نیوکه کړې چې د سولې اړوند یې په خپلو ژمنو عمل نهه دې کړی .

طالبان بیا وايي، دوی د ښه نیت او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت د زندانیانو د خوشې کولو بهیر روان ساتلی او تازه یې په تخار ولایت کې ۲۱ سرتېري له زندان څخه ازاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG