د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

ملي امنیت شورا: د ۲ زره نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ روانه ده


د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان ملی امنیت شورا وایي چې د ۲ زره نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ روانه ده او دا موضوع باید د سولې مذاکراتو د پیل پر وړاندې خنډ ونه‌ګرځي.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل وویل چې د ۳ زره طالب بندیانو له ازادولو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د ژر پیلېدو لپاره زمینه برابر شوې ده.

افغان حکومت له ځنډ پرته د سولې خبرو اترو د پیلېدو غوښتونکی دی، خو طالبان ټینګار کوي چې د بین‌الافغاني خبرو له پیله مخکې باید د دوی ۲ زره نور بندیان هم ازاد شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې بین‌الافغاني خبرې باید له هر ډول خنډ پرته پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د ولسمشر د فرمان پر اساس دوام مومي، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې باید له قید او شرط او له ځنډ پرته پیل شي ترڅو یوې دایمي او سراسري سولې ته ورسېږو."

افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي چې بین‌الافغاني مذاکراتو ته بشپړ تیاری لري او دا خبرې اترې به په راتلونکو ورځو کې په قطر کې پیل شي.

خو طالبانو ټینګار کړی چې د دوی د ۵ زرو بندیانو د ازادېدو سره سم په یوه اوونۍ کې به بین‌الافغانی خبرو ته چمتو شي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا وایي چې طالبان به د خپلو نورو ۲ زره بندیانو له خوشې کېدو مخکې د سولې خبرو ته حاضر نه‌شي.

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا
پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبراغا

دی وايي: "د حکومت له‌خوا باید ۲ زره نور طالبان هم ازاد شي، ځکه چې دا له امریکا سره د سولې په هوکړه کې شامله ده. په دې صورت کې به طالبانو ته پلمه هم پاتې نه‌شي، طالبان اوس‌مهال له امریکا سره د هوکړې پر اساس خپل دریځ توجیه کوي."

افغان حکومت تر اوسه ۳ زره طالب بندیان او طالبانو تر دې دمه ۵۷۱ حکومتي بندیان ازاد کړي دي.

خو افغان حکومت ویلي چې د طالبانو له لوري په خوشې شویو بندیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د سولې په هوکړه‌لیک کې راغلي چې د بین‌الافغاني مذکراتو له پیل نه مخکې باید ۵ زره طالب بندیان او زر حکومتي بندیان له دواړو خواوو نه ازاد شي، هغه څه چې طالبان‌یې پر بشپړ عملي کېدو ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG