د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

مسیر: ایا د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لیرې شوي؟


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو او موضوعاتو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، ښايي د روان ميلادي کال د جون میاشتې په وروستیو کې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي، خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې "ایا د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لیرې شوي؟"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې دوه ستر خنډونه وو.

د ورځپاڼې په قول د خبرو له پیل وړاندې د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کول او د طالبانو هغه دریځ چې له حکومت سره خبرې نه‌کوي د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې ستر خنډونه بلل کېدل.

د سرمقالې لیکوال لیکي اوس چې حکومت د طالبانو درې زره بندیان خوشې کړي او د دوه زرو نورو بندیانو د خوشې کولو ژمنه‌يې کړې ده، نو ویل کېدای شي چې د خبرو په وړاندې یو لوی خنډ لیرې شوی دی، خو ورځپاڼه لیکي چې د دوهم خنډ په اړه لا وضاحت نه‌شته ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره طالبانو پخوا ویلي وو چې دوی له یوه افغاني پلاوي سره خبرې کوي چې حکومت به‌يې هم یوه برخه وي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي د بین‌الافغاني خبرو لپاره پلاوی د حکومت له لوري اعلان شوی دی چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ښځو استازي هم په‌کې شته.

که څه هم طالبانو د حکومتي پلاوي په اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو د سرمقالې لیکوال اندېښنه ښودلې ده او لیکلي دي، معلومه نه‌ده چې طالبان به له دې پلاوي سره خبرې وکړي کنه.

د سرمقالې په پای کې د بین‌الافغاني خبرو اترو پیل ډېر مهم یاد شوی او له دواړو اړخونو د انعطاف غوښتنه شوې تر څو د خلکو دا مهمه غوښتنه ترسره شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا غوښتنه کړې چې نا اعلان شوی اوربند باید پای ته ونه‌رسېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وسله‌والو طالبانو د حملو د زیاتېدو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې د طالبانو او امریکا د سولې تر هوکړې وروسته طالبانو نږدې ۳،۵۰۰ حملې او دغه‌شان سلګونه ماین چاودنې کړې دي چې له امله‌يې سلګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ورځپاڼې دغه‌شان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له قوله لیکلي چې طالبانو په وروستۍ اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۱ پلونه او پلچکونه تخریب کړي دي، خو طالبانو بيا دا هر څه رد کړي دي.

خو د سرمقالې لیکوال لیکي که طالبان غواړي چې خلک‌يې په خبرو باور وکړي، نو اړینه ده چې سولې ته د رسېدو په هدف باید عمومي اوربند اعلان کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په کابل کې وروستیو وژنو او د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې په پلازمېنه کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي په داسې حال کې چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو خبرونه ورکول کیږي په کابل کې د دیني عالمانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.

د سرمقالې لیکوال په دې برخه کې افغان حکومت پړ ګڼلی ځکه د ورځپاڼې په باور د خلکو د امنیت د نیولو لومړی درجه مسؤلیت لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې ایا موږ د سولې په نوم داسې یو بل حالت ته ځو چې طالبان به په‌کې جګړه بنده کړې، خو وینه تويېدنه او وحشتونه به په‌کې دوام لري؟

د سرمقالې لیکوال له طالبانو هم غوښتنه کړې چې باید روان وضعیت ته تر ټولو زیات متوجې واوسي.

د سرمقالې په پای کې د امریکا له متحده ایالاتو غوښتنه شوې چې که دوی په رښتیا هم سوله غواړي او هدف‌يې د جګړې د لوري بدلول نه‌وي، نو باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او نه‌یوازې د روانو وژنو مخه ونیسي، بلکې عوامل‌يې هم باید خلکو ته په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG