د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

افغان حکومت: طالبانو له اورکم او اوربند ناوړه ګټه اخیستې


ارشیف، یو شمېر طالبان
ارشیف، یو شمېر طالبان

ښکاري چې افغان حکومت د سولې په اړه د طالبانو له شویو کړنو خوښ نه‌دی.

تازه د افغان امنیتي او ملکي سکټور مسؤلانو په یوه ګډه خبري غونډه کې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي او د جګړې پر دوام نیوکه وکړه.

افغان حکومت خبرداری ورکوي چې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام به د سولې روان بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، طالبانو له اورکم او اوربند ناوړه ګټه پورته کړې او د سولې د راتلو لپاره‌یې عملي ګام نه‌دی پورته کړی، له همدې کبله ده چې د تېر په پرتله د تلفاتو په شمېر کې هېڅ توپیر نه‌دی راغلی.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۵» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "طالبانو له خپل ادرسه د سولې لپاره تلاش نه‌دی کړی، بلکې تر اوسه پورې دوی په جنګ او افغان وژنه متمرکز پاتې دي او دا په دې معنی ده چې طالبان د سولې لپاره هغه ډول چې لازمه ده اراده نه‌لري. طالبان باید په دې پوه شي چې سوله یوه اړتیا ده."

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند خبرداری ورکوي چې دا ډول کړنې د سولې د بهیر په خیر نه‌دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو حملو ته په اشارې وايي، له امریکا سره د طالبانو د سولې له هوکړې وروسته، دې ډلې د تاوتریخوالي بېلابېلې څپې پیل کړې.

د دې وزارت ویاند طارق ارین دغې غونډه کې وايي، یوازې تېره اوونۍ طالبانو په ۲۹ ولایتونو کې ۲۲۲ بېلابېل تحرکات درلودل چې په‌کې ۴۲۲ افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی ارین زیاتوي: "یو بل کار چې طالبانو پر افغان حکومت او خلکو د یوه رواني فشار په توګه ترې ګټه واخیسته، د افغانستان پر عالمانو بریدونه دي. هغه بریدونه چې له کوچني اختر او درې ورځني اوربند وروسته‌یې زور اخیستی او د طالبانو له ترهګریزو فعالیتونو شمېرل کېږي."

طارق ارین
طارق ارین

ښاغلی ارین وايي، طالبان دا ډول حملې له نورو ترهګرو ډلو سره په همکارۍ کوي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هم په ملکي برخه کې د طالبانو له‌خوا د حملو له دوام خبر ورکوي.

د دې ادارې ویاند سید شاه سقیم د یکشنبې په ورځ په دغه ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان لا هم پر ملکي او عامه تأسیساتو وسله‌والې حملې کوي او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی.

ښاغلی سقیم وايي: "د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته چې تر اوسه له ۱۰ ولایتونو کوم معلومات رارسېدلي، په هغوی کې د پُلونو او سړکونو له الوځولو سربېره، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو د جوزجان په دوه ولسوالیو کې ۱،۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې‌کوره کړي او اوس‌یې له کورونو د جګړې د مورچلو په توګه کار اخلي."

سید شاه سقیم
سید شاه سقیم

طالبانو بیا د افغان حکومت د دې څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې د دې ډلې سیاسي دفتر او ویاندویانو سولې ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

افغان حکومت وايي، دوی په هر اړخیز ډول سولې ته ژمن دي او هغه وخت رارسېدلی چې طالبان هم د خلکو غوښتنې ته لبیک ووايي او د عملي ګامونو په پورته کولو سره، دا بهیر ګړندی کړي.

XS
SM
MD
LG