د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

مسیر: حکومت ولې په پیل کې بندیان خوشې نه کړل؟


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو نورو مسایلو ترڅنګ د سولې روانې پروسې او په بېلابېلو ښارونو کې حملو او مقناطسي ماین چاودنو ته اشاره کړې ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې او بین الافغاني خبرو په تړاو تر بحثونو وروسته عامه ذهنیت دا و چې په هېواد کې به روان وضعیت ښه شي خو د ورځپاڼې په خبره، حملو لا زور واخیست او ترڅنګ یې هدفي وژنې او مقناطسي ماین چاودنې هم زیاتې شوې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم انتحاري حملې کمې شوي خو پر ځای یې د مقناطسي ماین چاودنې او سړک غاړي ماینونو د خلکو ترمنځ وېره رامنځته کړې.

په سرمقاله کې راغلي، د دغو حملو نوې بڼه دا ده چې هېڅ څوک یې مسئولیت نه اخلي او د سرمقاله لیکونکي په باور اړتیا ده چې امنیتي کشفي ادارې یې د مخنیوي او عاملینو د پیدا کولو په برخه کې جدې هلې ځلې وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، دا ډول حملې د سولې پروسې په تړاو د خلکو باور زیانمنوي او د سرمقاله لیکوونکي په باور د سولې د خبرو تر ټولو مهم شرط باید اوربند وي.

په سرمقاله کې راغلي، د دې ترڅنګ کابل کې وسله والې غلاوې، انسان تښتونې او ځورونې مخ په زیاتېدو چې د دغه ښار اوسېدونکي یې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره سرمقاله ځانګړې کړې ده: حکومت ولې په پیل کې بندیان خوشې نه کړل؟ اوس یې ولې خوشې کوي؟ څه بدل شوي چې حکومت طالب بندیان خوشي کوي؟

که څه بدل شوي نه وي، نو بیا خو دا مانا لري چې حکومت ته د زرګونو افغانانو وینې مهمې نه وې او نه اوس مهمې دي.

سرمقاله کې راغلي، حکومت د طالب بندیانو له خوشې کولو په بېلابېلو پلمو انکار کاوه، خو له امریکايي فشارونو وروسته حاضر شول چې نږدې څلور زره بندیان خوشې کړي او اوس ښايي پاتې زر نور بندیان هم خوشي کړي، خو وخت به اخلي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا ،له بله اړخه طالبانو هم د بندیانو خوشې کول دومره جدي نیولي چې د جګړې دوام ته یې لاره پرانیستې ده.

د ورځپاڼې په باور، د جګړې دوام او د بین الافغاني خبرو په پیل کې خنډ نور په واضح ډول له ولس سره دښمني او د جګړې د دوام غوښتنه ده.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې د امريکا د استخباراتي ادارې له قوله لیکلي، د روسيې حکومت طالب مشرانو ته پيسې ورکړي او د اجيرو قاتلانو په توګه يې دندې ورسپارلې چې په افغانستان کې امريکايي او بريتانوي سرتېري په نښه کړي.

وړاندې راغلي چې، روسيې دغه کار څو مياشتې مخکې په پټه کړی دی، خو د امريکا استخبارات ورباندې خبر شوي دي.

ورځپاڼې د سرچینو له قوله لیکلي، دا کار هغه وخت شوی دی چې هم مهاله طالبان له امريکا سره په خبرو بوخت وو.

XS
SM
MD
LG