د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

مسیر: افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور وحشت دی چې پړه‌یې پر جورج بوش ده


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون نوي کتاب ته سرمقاله ځانګړې کړې ده.

سرمقاله کې د کتاب یوې برخې ته اشاره کېږي چې ټرمپ ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور وحشت دی چې پړه‌یې پر جورج بوش ده او همدارنکه نوموړي ويلي چې امریکا په افغانستان کې پوره ماتې خوړلې ده او باید له دې هېواد څخه ژر امریکايي ځواکونه وایستل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د ټرمپ له خبرو په واضح ډول ښکاري چې هغه غواړي د افغانستان له ستونزې ځان خلاص کړي او په وینا یې وروستي بدلونونه هم همداسې دي چې امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي او ان د دې شونتیا هم شته چې امریکا یو مخ افغانستان پرېږدي او لکه چې ټرمپ وايي، سیمه‌ییز هېوادونه په افغانستان کې ښکېل کړي او هر څه دوی ته ورپرېږدي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې امریکايي عسکر به له افغانستانه وځي، خو په کار ده چې موږ د بین‌الافغاني خبرو د پیل او بیا جوړجاړي لپاره ټول شته خنډونه له‌منځه یوسو او ژر په دې برخه کې پرمختګ وکړو. که موږ سولې ته ونه‌رسېږو او حالت همداسې دوام وکړي، نو افغانستان تر دې ناوړه حالت ته تللی شي او له همدې امله په کار ده چې ټول اړخونه د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، "د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو په درشل کې افغانستان د خونړیو جګړو شاهد دی."

وړاندې راغلي، که څه هم دواړه لورو د تاوتریخوالي په کمېدو ټینګار کړی، خو سرمقاله لیکونکي د راپورونو په اساس لیکلي جې طالبانو په تېرو څو اوونیو کې په ١٥ ولایتونو کې پوځي عملیات کړي.

سرمقاله کې ټینګار شوی، که څه هم اوازې دا دي چې ډېر ژر به په قطر کې د سولې د خبرو د پیل شاهدان واوسو، خو د جګړو دوام به دغې پروسې ته هم خنډونه رامخ ته کړي.

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي، په قوي احتمال د جون میاشتې تر پایه به د سولې خبرې په قطر کې پیل شي.

خو سرمقاله لیکونکي غوښتنه کړې چې په دغه فرصت کې باید طالبان خپلې حملې ودروي څو د دواړو لورو د خبرو پر مهال هېواد د مرګ‌ژوبلې شاهد ونه‌اوسي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د مخابراتي سیستم د فعالیتونو تنظیم ته سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د وړاندې کېدونکو خدماتو ټیټ کیفیت د شرکتونو ترمنځ ناسم رقابت ته لار هواره کړې ده او د لوړو قیمتونو فشار خلک ګالي.

د سرمقاله لیکونکي په باور تر اوسه پورې د حکومت له لوري د شرکتونو د څار منظم مېکانیزم نه‌دی جوړ شوی، نو په همدې اساس هر څوک په خپل سر خدمات کوي او ټیټ کیفیت ستونزې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG