د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

مسیر: د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې یوه ستره اړتیا!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغان حکومت د کابینې په جوړښت لیکنې او تبصرې کړي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې یوه ستره اړتیا!"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکايي ځواکونو وتل یو ښکاره پیغام لري او هغه دا چې امریکا له طالبانو سره خپله هوکړه تر ډېره عملي کوي، یا هم د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ځواکونه له افغانستانه باسي او یا یې هم کموي.

لیکوال سپارښتنه کوي، اوس مهمه دا ده چې له امریکايي ځواکونو د پاک افغانستان په اړه فکر وشي او ټولې هڅې پر دې راټولې شي چې له امریکايي ځواکونو وروسته افغانستان د سولې، امن او ثبات په لوري ولاړ شي.

مسیر لیکي، د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې که سوله ونه‌شي او جګړه دوام وکړي، پایله معلومه ده او هغه دا چې حکومت دوام نه‌شي کولای.

د سرمقالې په پای کې راغلي، په‌کار ده چې ښکېل لوري له اوسني فرصت نه ګټه واخلي، سرې کرښې، خنډونه او شرطونه لیرې کړي، خبرې وکړي او یوې هوکړې ته ورسېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په اصل کې له افغانستانه د امريکا ايستل د امريکا د رقيبانو او په ځانګړې توګه د پاکستان مهمه غوښتنه ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې دننه د امريکايي ځواکونو د ايستلو پر ضد غږ پورته شوی او مخالفتونه‌يې راپورته کړي دي او افغانان له سپينې ماڼۍ غواړي چې له طالبانو سره د دوحې پر هوکړې له سره کتنه وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغان حکومت له امريکا سره ځانګړي امنيتي، دفاعي او ستراتېژيک تړونونه لري، د جګړې قوانين هم دا ايجابوي چې بايد امريکا په افغانستان کې نه‌يوازې د جګړې ورانۍ ورغوي، بلکې داسې خوندي فضا هم ايجاد کړي چې بيا هېڅکله هم افغانستان د خطر پر ډګر بدل نه‌شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل نه‌یوازې افغانستان ته لوی خطر دی چې د نړيوالې ټولنې وروستۍ لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې کوي، بلکې سيمې او نړۍ ته هم لوی ګواښ دی، نو همدا ده چې په اوسني حالت کې د افغانستان نړيوال ملاتړ ته لا سخته اړتيا ليدل کېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپانې په خپله سرمقاله کې د افغان حکومت د کابینې د جوړښت په مسئله لیکنه او تبصره کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي خلک‌یې نه‌هېروي چې د ملي وحدت حکومت د عمر تر پایه ونه‌توانېد چې کابینه بشپړه کړي، په داسې حال کې چې د کابینې جوړېدل د حکومت لومړنی اقدام وي.

د لیکوال په اند کله چې کابینه بشپړه شي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې چارې منظمې او خلکو ته د خدمت جوګه شي، حکومت چې په کابینه کې سرپرستان ولري، هېڅ وخت خدمت نه‌شي کولای.

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېر لمریز کال د حوت په ۱۹مه د لوړې مراسم پر ځای کړل، خو له څلور میاشتو تېرېدو سره اوس هم کابینه نه‌ده معرفي کړې چې دې کار خلک ناهیلي کړي.

هشت صبح لیکي که د کابینې د نه‌تشکیل بهانه سیاسي توافق و، هغه هم وشو، خو بیا هم له یوې میاشتې تېرېدو کابینه درک نه‌لري.

لیکوال سپارښتنه کوي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله باید د دې اوونۍ تر نیمايي وړاندې کابینه بشپړه کړي، ځکه بیا ملي شورا د اوړي رخصتیو ته ځي، که داسې ونه‌شي، نو په حکومت به د خلکو باور ته نور هم زیان ورسېږي.

XS
SM
MD
LG