د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

راپور: روسیې طالب وسله والو ته د امریکايي سرتېرو په وژلو د پیسو وړاندیز کړی و


افغانستان کې امریکايي سرتېري
افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا اسخبارتي سرچینې وايي، تېر کال د روسیې یوې څارګرې ډلې له طالبانو سره تړلو وسله والو ته په پټه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي سرتېرو د وژلو پر سر د انعامونو وړاندیز کړی و.

د جمعې په ورځ د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله په خپاره شوي دې راپور کې ویل شوي، د روسیې یو څارګر یونټ د طالبانو سره تړلو وسله والو ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمول د نړیوال ائتلاف د سرتېرو په وژلو د پیسو وړاندیز کړی و.

طالبانو یو انځور
طالبانو یو انځور

راپور وايي چې پر دې موضوع استخباراتي معلومات د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره شریک شوي وو، او امریکا د روسیې له خوا د دې ترینګتیا د زیاتولو په وړاندې پر یو لړ غبرګونونو هم غور کړی و چې په کې ډیپلوماټیکې هڅې او پر روسیې نور بندیزونه شامل وو.

خو نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله وايي، سپینې ماڼې د دې هېڅ یو د کارولو اجازه ورنه کړه.

د امریکا استخباراتي چارواکي په دې باور دي چې طالب وسله والو په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو پر ضد د ځینو بریالیو عملیاتو له بشپړولو وروسته د روسیې د استخباراتو له خوا دا وړاندیز شوي انعامونه ترلاسه کړي.

خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې د روسیې له خوا په دې عملیاتو کې د هغو ۲۰ امریکايي سرتېرو څخه د کوم یو وژنه شامله ده کنه چې تېر کال په افغانستان کې وژل شوي دي.

واشینګټن پوسټ ورځپاڼې بیا له خپله اړخه په دې اړه په یو راپور کې ویلي: "دم ګړۍ دا نه ده روښانه چې روسیې افغان وسله والو ته دا وړاندیز د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر کړی او که د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ائتلاف د نورو غړیو هېوادونو د سرتېرو د وژلو پر سر چې افغانستان کې ماموریت ترسره کوي."

معتبرې امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا د ملي امنیت شورا، د مارچ په میاشت کې پر دې استخباراتي معلوماتو په سپینه ماڼۍ کې د امریکايي ادارو ترمنځ یوه غونډه کې خبرې کړې دي، خو د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا متحدینو ته تر دې اونۍ پورې په دې اړه معلومات نه وو ورکړي.

نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو پر دې مساله د ولسمشر ټرمپ د نظر په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د روسیې په اړه نوموړې د امریکايي استخباراتو د راپورو پایلې رد کړي دي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د روسیې په وړاندې د ولسمشر ټرمپ اوسني دریځ ته په پام، د دې هیواد له خوا په افغانستان کې دې نیابتي عملیاتو د ټرمپ د ادارې ترمنځ په دې اړه چې دې نوې خطرناک تاکتیک ته څنګه غبرګون وښودل شي تاوده بحثونه راپورته کړي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

که څه هم روسیې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د طالبانو وسله والو ډله د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې خو په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې له دې ډلې سره اړیکې خوږې کړي چې د امریکايي رسنیو په وینا هدف یې په دې هېواد کې د امریکا د هڅو ګډوډل دي.

ځینې امریکايي چارواکي ګومان کوي چې ښايي روسیې غوښتل په افغانستان کې د سوریې د هغې جګړې غچ واخلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو سلګونه د سوریې حکومت پلوې سرتېري ووژل چې په کې ګڼ شمیر روسي قراردادیان هم شامل وو.

دوی هغه مهال ووژل شول چې دغلته یې د امریکايي اډې په لورې پرمختګ کاوه.

ځینو امریکايي چارواکو بیا ویلي ممکن روسیې په دې هڅو غوښتل افغانستان کې د سولې هڅې ناکامې کړي څو امریکا په دې هیواد کې جګړه کې ښکیل وساتي.

خو په څرګنده د طالبانو سره د روسیې د دې همکارۍ دلیل روښانه نه دی.

هغه امریکايي چارواکي چې پر دې موضوع خبر دي وايي، د امریکا حکومت اټکل کوي چې په افغانستان کې ددې عملیاتو تر شا به د روسیې د پوځي استخباراتو د جي ار یو په نوم مشهور یونټ وي.

دا یونټ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بریتانیا سالیسبوري کې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو کې هم په لاس لرلو پړ ګڼل کېږي.

بل خوا د جمعې په ورځ امریکايي ټلویزوني شبکې سي این این راپور ورکړ چې د امریکا حکومت په افغانستان کې له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته د خپلو سرتېرو د شمېر د کمولو پرېکړې ته نږدې شوی دی.

سي این این وايي دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د امریکا په ملاتړ لرونکي افغان حکومت بریدونو ته زور ورکړی او تیره اونۍ افغان چارواکو د طالبانو د بریدونو له کبله په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ اونۍ وبلله.

XS
SM
MD
LG