د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

محب: طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې



د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل، داعش د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د افغانستان په اندازه کلکه ماتې نه خوړلې.
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل، داعش د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د افغانستان په اندازه کلکه ماتې نه خوړلې.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ترهګري، تندلاریتوب، تریاک او غیردولتي ډلې د سیاسي بې ثباتۍ او ګواښونو اصلي عوامل دي چې د سیمې امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

حمدالله محب نن په تهران کې د سیمه ییز امنیت ډیالوګ دویمې غونډې وویل، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کلونو کې له پرمختګ سره سره یې له سیمه ییزو ګواښونو تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

دغه سیمه ییزه غونډه د اوو هېوادونو ایران، روسیه، چین، هند، افغانستان، تاجیکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو او منشیانو او نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو په ګډون نن په تهران کې ترسره شوه. د غونډې بحث ترډېره پر افغانستان ورټول و.

ښاغلي محب وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه نه یوازې په دغه هېواد کې د پایدارې سولې لپاره، بلکه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره جګړه کوي.

ښاغلي محب د افغانستان په ختیځ کې د سلګونو داعش جنګیالیو تسلیمېدل د دولتي ځواکونو لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې دا له داعش سره د مبارزې به برخه کې د افغانستان کلکه اراده ښيي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ظرفیت څرګندونه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، داعش د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د افغانستان په اندازه کلکه ماتې نه خوړلې.

نوموړي وویل: "طالبان د القاعده او داعش ترڅنګ یو له هغو ترهګرو ډلو ده چې نورو ترهګرو او تخریبکاره ډلو ته یې فضا برابره کړې. دوی د مرکزي اسیا، قفقاز، جنوبي اسیا، عرب هېوادونو، چین، ایران او نورو هېوادونو ترهګرو ته د فعالیت لاره هواروي."

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني وویل، په عراق او سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته یوه اندېښنه دا ده چې دغه اورپکي افغانستان ته لاړ شي او له هغه ځایه په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هېوادونو کې بریدونه طرحه کړي.

ښاغلي شمخاني وویل، "ترهګري، افراطیت او د بهرنیو قدرتونو زیان لرونکی حضور، سیمې ته اصلي ګواښونه دي."

په تهران کې د سیمې امنیتي دیالوګ کنفرانس کې د سیمې د اوو هېوادونو امنیتي چارواکو برخه اخیستې وه.
په تهران کې د سیمې امنیتي دیالوګ کنفرانس کې د سیمې د اوو هېوادونو امنیتي چارواکو برخه اخیستې وه.

د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشف دغې غونډې ته ویلي، داعش ډله هڅه کوي د افغانستان په شمال کې خپل حضور تثبیت کړي ترڅو د ترکمنستان او تاجکستان له لارې مرکزي آسیا ته لاره ومومي.

ښاغلي پاتروشف ویلي: "زموږ د معلوماتو پر اساس د اسلامي دولت ډلې لومړني اهداف کېدای شي د حیاتي زېربناوو تاسیسات، امنیتي نهادونه او دیپلوماتیک ماموریتونه وي، په ځانګړې توګه بهرني اتباع."

په تهران کې دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې وړاندې څو ځلې طالبانو تهران ته سفرونه کړي او ددغه هېواد له چارواکو سره یې کتلي دي.

ایراني چارواکو ویلي، په دغه ډول ناستو کې هڅه کېږي چې د نظرونو تبادلې ترڅنګ د افغانستان د بحران بېلابېل ابعاد تحلیل شي ترڅو د همکاریو پیاوړي کولو او له هغو ننګونو سره ګډې مبارزې لپاره یوه عملي کړنلاره رامنځته شي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو د ثبات او امنیت پر پیاوړتیا مستقیم اغېز لري.

خو د سیاسي کتونکو په باور په تېر کې دغه ډول ناستو افغانستان کې پر امنیتي وضعیت کومه مثبته اغېزه نه ده لرلې.

په ورته وخت کې نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی نن کابل ته لاړ ترڅو د افغانستان له حکومتي مشرانو سره د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د ولسمشر اشرف غني او خلیلزاد خبرو محور له طالبانو سره د اوربند څرنګوالی او ددغې ډلې له خوا تاوتریخوالي کمول و.

XS
SM
MD
LG