په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بامیان ته د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو نوي قومندان اسماعیل قاآنی د سفر په اړه څېړنې کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي قومندان عبدالستار غوربندي د کورنۍ له غړو سره لیدلي او امر یې کړی چې یو پلاوی دې د هغه د وژل کېدو قضیه وڅېړي.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په یوه لیک کې ویلي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې "نیمګړتیاوې او قانوني سرغړونې" لري.
د اروپا پارلمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتي چې په لوګر کې د ښوونځيو له ماشومانو د جنسي استفادې او ځورونې ادعاوو په اړه خپلواکه او بې طرفه څېړنه وکړي.
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ترهګري، تندلاریتوب، تریاک او غیردولتي ډلې د سیاسي بې ثباتۍ او ګواښونو اصلي عوامل دي چې د سیمې امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی شوی دی.
د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۳۰۰ زره جنجالي رأیو په اړه د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو له استازیو سره د انتخاباتي کمېسیونونو مشورتي ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده.