د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

امرالله صالح: غوربندي د 'پېچلې دسیسې' له امله د ملي امنیت ځواکونو وژلی


ښاغلی غوربندي تېره شپه د کابل په ۱۱مه حوزه د خیرخانې سیمه کې له خپلو پنځو ملګرو سره د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
ښاغلی غوربندي تېره شپه د کابل په ۱۱مه حوزه د خیرخانې سیمه کې له خپلو پنځو ملګرو سره د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي قومندان عبدالستار غوربندي د کورنۍ له غړو سره لیدلي او امر یې کړی چې یو پلاوی دې د هغه د وژل کېدو قضیه وڅېړي.

ښاغلی غوربندي تېره شپه د کابل په ۱۱مه حوزه د خیرخانې سیمه کې له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو.

نوموړی په تېرو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم ملاتړی و. ددغه ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې عبدالستار غوربندي د ملي امنیت ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

ښاغلي صالح پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: "مشهور جهادي او قومي شخصیت آمر عبدالستار غوربندي د یوې پېچلې دسیسي او د تېرایستونکو اطلاعاتو پر اساس تېره شپه په خیرخانه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا وژل شوی."

نوموړي ویلي چې په پام کې ده یو حکومتي پلاوی د پارلمان له څلورو وکیلانو، د غوربندي د کورنۍ غړو او د کابل د شمالي سیمې دوو اوسېدونکو سره په ګډه دا موضوع وڅېړي.

ددغه پلاوي غړي او د ولسي جرګې وکیل میرداد خان نجرابي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ده د پارلمان له ځینو نورو غړو سره د ښاغلي غوربندي د وژل کېدو په تړاو له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړې دي.

ښاغلي نجرابي وویل: "یو پلاوی چې د پارلمان غړي، د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت استازي او د غوربندي د کورنۍ غړي په کې شامل دي د ولسمشر په امر جوړ شوی. دغه پلاوی خپل تحقیق کوي چې ولې دغه عملیات ترسره شوي او ولې دوی وژل شوي. ددې پېښې تر روښانېدو وروسته به د وژنې ټول عاملین د قانون مطابق مجازات شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رئيس میر الرحمن رحماني هم د ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې امنیتي کمېسیون ته ددې پېښې د څیړلو لپاره دنده وسپارله.

ښاغلي رحماني وویل: آمر غوربندي د تېښتې سړی نه و او د حکومت په ټولو جلسو کې یې ګډون درلود او وژل کېدو یې یو لړ پوښتنې پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG