د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

خلیلزاد:‌ مونږ له طالبانو سره د سولې موافقه غواړو، نه د ځواکونو د وتلو


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته ورسېد.

هغه پرون ماسختن پر ټوېټر ولیکل چې له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره قطر ته تللی او په یوه ټوېټ کې یې لیکلي: موږ د سولې موافقه غواړو، نه د وتلو موافقه، د سولې داسې موافقه چې وتلو ته زمینه برابره کړي.

زلمي خلیلزاد لیکلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل او وتل په شرایطو پورې تړاو لري.

هغه ویلي چې وسله وال طالبان هم داسې اشارې رسوي چې د سولې موافقه غواړي، خو خلیلزاد لیکلي: "موږ د سولې ښه موافقه غواړو" او نور جزیات یې نه دي ورکړي.

په قطر کې د وسله والوطالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، کله چې له امریکا سره د سولې موافقه بشپړه کړي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي، بیا به د سولې موافقه د "نړیوالو شاهدانو " په مخکې اعلان کړي.

سهیل شاهین په یوه پیغام کې چې ازادي راډیو ته یې پرون د اګست په دوهمه استولی، لیکلي چې نړیوال شاهدان به چین، روسیه، ملګري ملتونه، ګاونډي هېوادونه او نور وي.

هغه جزیات نه دي ورکړي.

خو په دوحه کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې زلمی خلیلزاد به نن شنبه د اګست په درېیمه په دوحه کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره خبرې پېل کړي.

دې سرچینې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړي دي.

سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د وسله والو طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ هم بحثونه روان دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پرون له اسلام اباده قطر ته ولاړ.

هغه په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم، د بهرنیو چارو د وزیر او د پوځ له مشر سره وکتل.

خلیلزاد پرون ټوېټ وکړ چې مقابل لوري ته یې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکړي او په دې کې یې د پاکستان پر رول مفصلې خبرې کړي دي.

خلیلزاد پر ټوېټر په یوه بل پیغام کې لیکلي چې سوله د افغانستان او پاکستان له لوري د اعتماد وړ تضمین غواړي چې یو لوری به هم اجازه نه ورکوي چې خاروه یې د بل پر ضد ګواښ ته استعمال شي.

هغه لیکلي: داسې ضمانت چې د سولې لپاره له هر اړخیزې بین الافغاني موافقې سره یوځای شي، په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ، ارتباط او ترقۍ لاره پرانیستلی شي.

د خلیلزاد په لیکنه: د خوشبینۍ وړ وخت را رسېدلی او دواړه هېوادونه باید له هغو فرصتونو کار واخلي چې په سیمه کې د رامنځته کېدو په حال کې دي.

هغه اسلام اباد ته تر تګ مخکې ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د موافقې لاسلیک ته نږدې شوي دي.

XS
SM
MD
LG