د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

حامد کرزی: ولسمشر اشرف غني او طالبان باید له افغان وژنې وشرمېږي


په داسې حال کې چې جګړې په افغانستان کې زور اخیستی او د ملکي کسانو مرګ ژوبله هم لوړ شوي، د افغانستان مخکنی جمهور رئيس حامد کرزی وايي چې ولسمشر غني او طالبان باید د افغان وژنې څخه وشرمېږي.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د روانې جګړې قربانیان عام افغانان دی، خو ګټه یې بل چاته رسېږي.

ده وویل: موږ باید د یو بل د وژل کېدو له اعلانه وشرمېږو، هم طالبان له هغو بریدونو څخه چې ملکي کسان وژني، وشرمېږي او هم حکومت او جمهور رئیس وشرمېږي، د روانې جګړې قربانیان افغانان دي، خو ګټې او خوښۍ یې امریکایانو او نور ته دي.

مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی
مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی

ښاغلی کرزی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوونۍ وړاندې ولسمشر غني ویلي وو چې په یوه اوونۍ کې شااوخوا رز طالبان وژل شوي.

د غني له څرګندونو وړاندې د امریکا جمهور رئيس او د بهرنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې.

طالبانو هم په دې ورستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې د ښاغلي کرزي په خبره، د طالبانو په بریدونو کې هم ملکي کسان وژل کېږي.

ښاغلي کرزي د طالبانو وروستي سفرونه چین، روسیې او ایران ته په نېک فال یادوي او وايي چې دغه وسله واله ډله باید له خپلو بریدونو لاس واخلي او د خبرو مېز ته حاضره شي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

خو د افغانستان د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي د مخکني جمهور رئيس حامد کرزي د خبرو په ځواب کې وايي چې افغان سیاسیون باید دا درک کړي چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه له عامو افغانانو د طالبانو او نور وسله والو ډلو د بریدونو پروړاندې دفاع کوي.

د افغانستان د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: روانه جګړه زموږ د خلکو او زموږ پر سیاسي واکمنۍ ده، حکومت مجبور دی چې له خلکو دفاع وکړي، ښاغلي ولسمشر چې د خپلې واکمنۍ پر مهال په واک کې و، له خلکو څخه یې دفاع کوله، موږ مجبور یوو چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پروړاندې له عامو افغانانو دفاع وکړو.

مخکني جمهور رئیس همداشان وویل چې د افغانستان د روانو حالاتو حل لاره سوله ده او له امریکا یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي.

ښاغلي کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ په کچه اجماع موجوده ده او روسیه او چین کولی شي چې د افغانستان د سولې به برخه کې رغنده رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG