د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د سولې شورا: د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې د ټولې نړیوالې ټولنې غوښتنه ده


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې په خبرو کې د طالبانو استازی عباس ستانکزی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې په خبرو کې د طالبانو استازی عباس ستانکزی

د افغانستان د سولې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي یو شمېر غړي وايي، له افغان حکومت سره د طالبانو د رسمي مذاکراتو خبره یوازې د پاکستان، چین او روسیې نه، بلکې د ټولې نړیوالې تولنې غوښتنه ده.

د پاکستان، چین او روسيې له خوا پر طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو تر غږ وروسته اوس د افغانستان د سولې د عالي شورا د رهبرۍ پلاوي یو شمېر غړي وايي چې په دې اړه خبرې ډېرې رانېږدې شوي دي.

د سولې د عالي شورا د رهبرۍ پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې په دې برخه کې لازم نتایج تر لاسه شي.

د سولې د عالي شورا د رهبرۍ پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا د رهبرۍ پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد

​ده وویل: مونږ هیله مند یوو او طالبان ورونه هم په دې خبره تر هر چا ښه پوهېږي چې مسئله په دې نه حلېږي چې مونږ له امریکایانو سره خبرې کوو، د مسئلې حل دا دی چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، په هغې کې اهتمام وشي، تعهدات وشي، د افغانستان اجنډا وي، افغانان اجنډا وي، سوله اجنډا وي، قانونیت او عدالت اجنډا وي او مشارکت اجنډا وي.

ښاغلی وقاد وايي چې له افغان حکومت سره د طالبانو د رسمي مراکزاتو خبره یوازې د پاکستان، چین او روسې نه، بلکې د ټولې نړیوالې تولنې غوښتنه ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په چین کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ټولو لوریو توافق وکړ چې د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو تر منځ د سولې مذاکرات باید ژر تر ژره پيل شي.

د چین په پلازمېنه پيکنګ کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د درېيم پړاو سلا مشورو په دې غونډه کې چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو یې دوام وکړ، د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر څنګ د چین، روسیې او پاکستان استازو هم ګډون کړی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې امریکا، روسیه او چین په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولای شي.

پاکستان د امریکا، روسیې او چین تر څنګ له طالبانو دا غوښتنه لس ورځې مخکې له هغه کړې ده چې ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې جولای مياشتې په ۲۲مه د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په واشنګټن کې وويني.

خو د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټیټیوت مرستیال حکمت الله اعظمي په دې باور دی چې طالبان به کله هم دې خبرې ته غاړه کې نږدي.

ده زیاته کړه: دا دوه موضوعات د طالبانو لپاره سرې کرښې دي، یو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او بل د افغان دولت په رسمیت نه پېژندل، دا به تقریباً نا ممکنه وي چې طالبان په دغو دوو موضوعاتو کې نرمښت وښيي.

طالبانو تر دې مخکې په وار وار دا خبره رد کړې، خو تازه یې څه نه دي ویلي.

خو د دوحې په وروستۍ بین الافغاني ناسته کې افغان چارواکو د مستقلو شخصیتونو په توګه له دوی سره په خبرو کې ګډون کړی او خپل نظرونه یې شریک کړي دي.

XS
SM
MD
LG