د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

له طالبانو سره سوله به نورې افراطي ډلې کمزورې کړي؟


ځینې طالب جنګیالي له خپل بیرغ او د داعش له بیرغ سره
ځینې طالب جنګیالي له خپل بیرغ او د داعش له بیرغ سره

د افغانستان د ١٨ کلنې جګړې د حل لپاره له وسله‌والو طالبانو سره د سولې پر موافقې د سلا کېدو هڅې چټکې شوي دي.

د افغانستان حکومت او امريکايي چارواکو تمه ښوولې چې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې به د سولې يوه موافقه وشي.

خو تر اوسه چارواکو نه‌دي ويلي چې د سولې په‌دې موافقه کې داعش ډله هم شامله ده او که څنګه؟

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر روانه مياشت ازادي راډيو ته ويلي و چې داعش په افغانستان کې خطرناکه ډله ده چې د سیمې، اروپا او امریکا لپاره هم یو ګواښ ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر

داعش ډلې په افغانستان کې خپل فعاليت له ننګرهاره پيل کړ چې اوس يې په کونړ او نورستان کې هم د تحرکاتو راپورونه ورکول کېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، د افغانستان امن ته تر ټولو لوى ګواښ وسله‌والو طالبانو پېښ کړى.

د ده په باور له طالبانو سره سوله به د نورو افراطي ډلو فعاليتونه کمزوري کړي: "که طالبان او د افغانستان حکومت يوه تفاهم ته ورسېږي، کېدى شي دا نورې ډلې هم ورسره لاس يو کړي، خو لا به تر وخت مخکې وي چې دا يا مثبت يا منفي کار وګڼو. تر هغو چې د دغو شبکو تر شا د پاکستان او د پاکستان د «ISI» لاس وي، په افغانستان کې جګړه په کلي ډول له منځه نه ځي او ختمېږي هم نه."

ښاغلى زمرى وايي، که پر پاکستان اقتصادي او پوځي فشارونه راوستل شي، ممکن د داعش په څېر د هغو افراطي ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې په افغانستان کې په ځينو حملو کې دخيلې ګڼل شوي دي.

خو پاکستان په وار- وار هغه راپورونه چې ګواکې دغه هېواد په افغانستان کې د کوم تروريستي سازمان ملاتړ کوي، رد کړي دي.

د داعش ډلې فعاليتونه په وروستيو کې د کونړ په ځينو ولسواليو له دې جملې چپه دره او وټه‌پور کې ليدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په اپرېل مياشت کې ويلي و چې د کونړ په چپه دره کې د داعش او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله تر ٢١٠٠٠ زيات کسان بې ځايه شوي دي.

په بې‌ځايه شويو کې يوه هم ٩ کلنه پلوشه ده چې کورنۍ يې له وټه‌پور ولسوالۍ د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله مرکز اسعداباد ته کډه شوي:"هلته مې مکتب وايه په دوهم صنف کې وم. له خپلو همزولو سره مې لوبې هم کولې، همزولې رانه پاتې دي. په خپل کور، مکتب او ملګرو پسې خفه يمه، دا جنګ دې ختم شي."

پلوشه د زده‌کړو د دوام لپاره د جګړې پای ته په تمه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

دفاع وزارت وايي، دوى هم لاس تر زنې نه‌دي ناست او د خلکو په همکاري يې په کونړ کې داعش ډله ډېره ځپلې ده.

د دغه وزارت مرستيال وياند زبير عارف تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:"شاوخوا ٢٠ ورځې مخکې داعش په چپه دره کې ځينې تحرکات درلودل چې البته خو د سيمې خلکو له امنيتي او دفاعي ځواکونو ملتيا کوله، داعش په‌دغه ساحه کې وځپل شوه. نن سبا د تېښتې په حال کې دي، د دوى پلان له‌منځه لاړ او جګړه ماران يې ووژل شول."

د دفاع وزارت مرستيال وياند وايي، څرنګه چې داعش د تېښې په حال کې ده، ځکه يې د کونړ تر څنګ په نورستان او ننګرهار کې هم د تحرکاتو موارد شته.

د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف
د دفاع وزارت مرستيال وياند زبير عارف

زبير عارف وايي، له داعش ډلې پرته نورې تروريستي ډلې د طالبانو تر چتر لاندې فعاليت کوي:"له داعش پرته نور اکثر تروريستي ډلې د طالبانو تر چتر لاندې فعاليت کوي، نو زموږ لپاره دا ټول دښمنان دي، د دوى په ځپلو کې هوډمن يو."

د افغانستان چارواکو ويلي چې په افغانستان کې ٢١ تروريستي سازمانونه فعال دي چې د جنګياليو شمېر يې تر ٥٠زرو اوړي.

حکومت تمه ښوولې چې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې له طالبانو سره د سولې يوه موافقه به په افغانستان کې د دغو ټولو تروريستي ډلو فعاليت ټکنى کړي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ارګ کې د قطر په وروستۍ بين الافغاني غونډه کې د ګډون‌والو له هيئت سره وکتل.

جمهوري رياست تېرماښام په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه هيئت هيله وښوده چې دغه غونډه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پيل پروګرام شي.

XS
SM
MD
LG