د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د کابل پوهنتون د ۳ نیول شویو استادانو او د ۲ پخوانیو محصلانو د اعدام غوښتنه


د کابل پوهنتون د استاد مبشر مسلمیار انځور
د کابل پوهنتون د استاد مبشر مسلمیار انځور

په کابل کې د میوند پر کلب د تېر کال د ځان وژونکې حملې د وژل شویو خپل خپلوان له حکومته غواړي چې د کابل پوهنتون درې استادان او دوه محصلان چې په دغه حمله کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، باید په سخته جزا محکوم شي.

په دغه پېښه کې د طلوع نیوز ټلویزیون د قرباني تصویر اخیستونکي رامز احمدي مور اوس هم په خپل وژل شوي زوی اوښکې تویوي او تمه لري چې د کابل ښار د میوند پر کلب حمله کوونکي جزا وویني.

دا وایي: دغه عاملین چې یې نیولي، ما ته دې وسپارل شي چې زړه پرې سوړ کړم، لکه زما زوی چې یې وواژه، غواړم د دغې حملي عاملین په دار وځړول شي.

د طلوع نیوز ټلویزیون د قرباني تصویر اخیستونکي رامز احمدي انځور
د طلوع نیوز ټلویزیون د قرباني تصویر اخیستونکي رامز احمدي انځور

تېر کال د سنبلې په میاشت کې د کابل په لوېدیځ کې د میوند پر کلب حمله وشوه چې ۳۰ کسان په کې ووژل شول او۹۰ نور په کې ټپیان شول.

رامز احمدي چې د خبري پوښښ لپاره دغې سیمې ته تللی و، هم ووژل شو.

اوس چې د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل پوهنتون درې استادان ظاهر داعي، معروف راسخ او مبشر مسلمیار له دوو محصلانو سره نیولي او ادعا یې کړې چې دغه کسان د میوند پر کلپ په حمله کې په مستقمه او یا غیر مستقیمه توګه لاس لري، د رامز پلار وايي، نیول شوي کسان باید اعدام شي.

د رامز پلار د دغو تورنو د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري او وایي: ډېر خوښ یم چې د دغې حملې عاملین پیدا شول، هېڅ فکر مې نه کاوه چې د دغې حملې عاملین به په کابل پوهنتون کې وي، غوښتنه مې دا ده چې سخته جزا ورکړل شي او اعدام شي.

تېره ورځ د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د کابل پوهنتون د استادانو ظاهر داعي او معروف راسخ له نیول کېدو وروسته یې د دغه پوهنتون درېیم استاد مبشر مسلمیار هم د اسلامی دولت ډلې داعش ته د ځوانانو د جلب او جذب په تور ونیو.

دغه ریاست دا هم ویلي چې د دغه پوهنتون دوه محصلان یې هم نیولي چې په خپلو څرګندونو کې یې ویلي، د یادو استادانو له خوا داعش ډلې ته جذب شوي وو.

په اعلامیه کې راغلي چې دغو دوو پخوانیو محصلانو د میوند د پهلوانۍ پر کلب، د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کارکوونکو پر موټر او د حامد کرزي پر هوايی ډګر حملو کې نقش درلود.

د دغو کسانو له نیول کېدو یوه ورځ وروسته یعنې د دوشنبې په ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، یو شمېر پېژندل شوي کسان داعش ته د تبلیغ او په ځینو ترورېستي حملو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان په پوهنتونونو کې د افراطیت او بنسټ پالنې دودېدل نوې خبره نه ده، بلکې له څو کلونو راهیسې دا انتقادونه کېږي چې په ځینو پوهنتونونو کې د ثقافت اسلامي د مضامینو درس په ځینو ځوانانو کې د افراطیت د دودېدلو لامل شوی دی.

یوه څېړنه چې د روان کال د حمل په میاشت کې خپره شوه، ښيي چې د شرعیاتو د ځینو استادانو له خوا د ثقافت اسلامي درس د افراطیت د دودولو لامل شوی دی.

د "ریشه یابی رادیکالیزم دیني در نظام اموزشی افغانستان" د څېړنیزې رسالې د لیکوال رامین کمانګر په خبره، دغه څېړنه ښيي چې د ثقافت اسلامي د مضمون د متونونو د تدریس ځیني استادان د موضوعاتو د اکاډمیک اړخ پرځای، دغه مضمون تر ډېره حده د یوې ایډیالوژۍ په توګه مطرح کوي.

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی مرستیال فضل احمد معنوي وايي، د افغانستان په پوهنتونونو کې د افراطیت لمن پراخه شوې او د څو استادانو په نیولو سره نه ختمېږي.

ده وویل: زما باور دا دی چې په خواشینۍ سره د دغې موضوع لمن پراخه ده، د هېواد په مختلفو پوهنتونونو کې افراطیونو ځانونو ته لاره خلاصه کړې چې کولی شي، پر ځوانانو تاثیر وکړي، هیله مند یم چې دغه مسئله یوازې له امنیتي نظره نه، بلکې له بېلابېلو لارو تعقیب شي چې د دغې شومې پدیدې مخه ونیول شي او ټولنه مو اعتدالي وضعیت ته ستنه شي.

خو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند فیصل امین د ښاغلي معنوي خبرې ردوي.

دی وايي، د افغانستان په پوهنتونونو کې افراطیت نه دودېږي او هر څوک چې په بنسټ پالنې او افراطیت پسې وي، اجازه به ورنه کړل شي.

د ده په خبره، کوم استادان چې د ملي امنیت د ریاست له خوا نیول شوي، له پوهنتونه بهر نیول شوي، په پوهنتون کې یې ورانکاري اعمال نه لرل.

XS
SM
MD
LG