د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

اشرف غني: د سولې لپاره اوسنی فرصت په تېرو ۱۸ کلونو کې بې ساری دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې لپاره اوسنی فرصت په تېرو ۱۸ کلونو کې بې ساری دی.

افغان ولسمشر ټينګار کوي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید له اوسنیو شرایطو په پراخه کچه ګټه واخېستل شي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې له لوري د اداري فساد ضد پنځم کلني کنفرانس ته په وینا کې خبرداری ورکړ، که د سولې لپاره اوسنی فرصت له لاسه ووځي دا یو لوی مسؤلیت دی او هېڅکله به افغانانو ته د منلو نه‌وي.

نوموړي وویل، افغان حکومت د سولې لپاره عملي ګامونه اخېستي دي او په‌دې برخه کې به هر خنډ له منځه یوسي:"دا وطن سوله غواړي، موږ سوله راولو، دې کې باید شک موجود نه‌وي، د سولې لار هېڅکله د یو قیر سړک په څېر نه‌ده، بلکې ستونزې او خنډونه به موجود وي،خو سولې لپاره باید ټينګه اراده موجوده وي چې سولې ته ورسیږو او د سولې په لار کې د هر خڼد پر وړاندې په قاطعیت چلند کېږي."

ولسمشر غني همدارنګه په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې مذاکرات باید د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ وشي.

خو وسله‌والو طالبانو په کراتو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیل‌زاد په دوحه کې له طالب استازو سره د خپل اووم پړاو خبرو د پرمختګ خبر ورکړی.

د نوموړي په وینا په‌‌دې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو په وتلو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډاډ، د ښکېلو افغان لورو ترمنځ د مخامخ خبرو او اوربند په شمول په ټولو برخو کې پرمختګ شوی دی.

د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې په‌دې پنځم کلني کنفرانس کې له ولسمشرغني سربېره په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو او د یو شمېر افغان ادارو مشرانو ګډون کړی وو.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایډون وویل، د جګړې د ختمولو لپاره لومړی باید له فساد سره جدي مبارزه وشي: "په افغانستان کې د بنسټیزې سولې لپاره اړتیا ده څو له فساد سره مبارزه وشي، د سولې له هوکړې وړاندې باید فساد له‌منځه ولاړ شي. له فساد سره د مبارزې لپاره د بشپړې پالیسۍ په نه موجودیت کې به په افغانستان کې بنسټيزه سوله رانه‌شي."

افغانستان د نړۍ له څو هغو هېوادونو څخه دی چې اداري فساد په‌‌کې تر نورو زیات دی.

نړیوال ټولنه په ځانګړي ډول د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه تل د افغانستان پرحکومت فشار راوړي چې د اداري فساد پرضد پریکنده ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG