د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

سرخط: طالبانو سره سوله به هېواد ارام کړي؟


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په قطر کې د سولې د ناستو او د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې له طالبانو سره سوله به هېواد ارام کړي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرې رواني دي، خو په هېواد کې د نورو ترهګرو ډلو موجودیت ته په کتو فکر نه کېږي چې له طالبانو سره تر سولې وروسته هېواد بشپړ امن شي.

سرمقاله لیکونکي د ملا رسول په مشرۍ د د طالبانو د یوې ډلې وروستۍ څرګندونې راخېستي چې ویلي دي په قطر کې او یا نورو ځایونو ناست طالب استازي د ټولو طالبانو استازولي نه‌شي کولای.

په سرمقاله کې وړاندې د دغه ډلې د مشر ملا عبدالمنان له قوله لیکل شوي چې د ملا هبت‌الله په مشرۍ طالبانو د ګاونډيو هېوادونو په خوښه او لارښونه خپل مشران ووژل او اوس د طالبانو په سر له پاکستان، ایران، روسي چین او امریکا سره معاملې کوي.

د سرمقالې لیکوال د ملا عبدالمنان په حواله لیکلي چې که قطر ته له پاکستانه ورغلیو کسانو سره د سولې هوکړه وشي نو دوی ته د منلو وړ نه ده.

ورځپاڼه لیکي چې دغه ډله په افغانستان کې دننه د افغاني سولې په اړه په خبرو ټینګار کوي.

د سرمقالې لیکوال د طالبانو د دغه ډلې څرګندونو ته په کتو فکر کوي چې یاده ډله غواړي سولې په خبرو کې دوی هم ورګډ کړای شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د قطر ناسته د افغانانو لپاره له هیلو ډکه بللې ده.

په سرمقاله کې د دوحې د بین‌الافغاني ډیالوګ خپرې شوې ګډې اعلامیې ته اشاره شوې او په‌کې لیکل شوي چې دغې اعلامېې ته په کتو فکر کېږي چې په افکارو کې تغییر راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې که څه هم دغه اعلامیه اجرائي بڼه نه‌لري، خو محتوا ته يې په کتو د قدر وړ ده او خلکو يې هرکلی کړی دی.

د سرمقالي د لیکوال په باور که له دې وروسته هم د افغانانو ترمنځ دغه ډول خپل‌منځي ناستې جوړې شي، نو د سولې یوه وروستۍ پرېکړه په‌کې کېدای شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د دوحې پرېکړه‌لیک ته امریکايي او افغان ځواکونو په جګړې ځواب ورکړ او تازه يې په میدان وردګو او بغلان ولایتونو کې ملکي وګړي ووژل.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې په بغلان کې تېره ورځ په یوه کور هوايي حمله وشوه چې د یوې کورنۍ اووه غړي په‌کې ووژل شول او په میدان وردګو کې په یو روغتون حمله وشوه چې څو تنه ډاکتران او ناروغان يې ښکار شول.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې دغه د حکومتي او بهرنیو ځواکونو له لوري دا ملکي افغانان د فطر له پرېکړه‌لیک څو ساعتونه وروسته ووژل شول او معنا يې د سولې د دغه ډول غونډو په وړاندې غبرګون دی.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د وسله‌والو طالبانو له لوري وروستیو حملو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه ډله تر ډېره د ملکي مرګ ژوبلې مسؤله ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې وسله‌وال طالبان نه یوازې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې چاودنې کوي بلکې د ولسي وګړو په کورونو کې پټيږي چې د جګړې زیان يې ولسي وګړو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG