د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د دوحې د بینالافغاني ناستې د پرېکړهلیک په نسخو کې ابهام لیرې شو.
وروسته له هغې چې ازادي راډیو د دوحې د بینالافغاني ناستې د پرېکړهلیک انګلیسي، پښتو او دري نسخو کې د توپیرونو په اړه راپور جوړ کړ، ښاغلي خلیلزاد په خپل تویټر ولیکل چې وروستۍ نسخهیې د سولې شورا په وبپاڼه کې ده.
- دا توپیر ولې؟
د خلیلزاد دفتر تېره ورځ د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې داسې لیکلي: "موږ چې څه وموندل، شریک مو کړل، زما په نظر تيره شپه ګډوډي موجوده وه، د جرمنیانو په خبره، وروستۍ نسخه د سولې عالي شورا او په افغانستان او قطر کې د جرمني د سفارتونو په وبسایټ کې شته."
وړاندې له دې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ښځو د حقونو د تضمین په اړه، په دوحه کې د سولې د بینالافغاني ناستې ګډ پرېکړهلیک، یو لړ ورتهوالی او توپیرونه لرل.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د جولای په اتمه، د درې پرېکړهلیک متنونه، په پښتو، دري او انګلیسی ژبو، په خپل ټویټر کې خپاره کړي دي.
خلیلزاد ویلي، د سولې د ټینګښت لپاره بینالافغاني ناسته، په مثبته فضا کې پای ته ورسېده.
د خلیلزاد په پیغام کې راغلي چې: "زه د افغاني ټولنې ګډونوالو ته چې د بېلابېلو نسلونو ممثلین دي، دولتي لوړپوړو چارواکو او طالبانو ته چې یو ګډ ټکي ته ورسېدل، مبارکي وړندې کوم."
خو درې پرېکړهلیکونه د محتوا او جوړښت له پلوه سره توپیر لري، د بېلګې په توګه، د درې او انګلیسې ژبو نسخې یې اته او د پښتو نسخه یې ۱۱ نکتې لري د دې له امله روښانه نهده چې کومه یوه اصلي ده.
څه چې څرګند دي هغه دا دي چې انګلیسي نسخه «غیر رسمي» ګڼل شوې.
درې او انګلیسي نسخې د متن، محتوا او جوړښت له پلوه تقریباً سره ورته دي، خو پښتو نسخه، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین په خبره اصلي نسخه ده چې له یادو دوو نسخو سره، په ځینو بندونو یو شان نهدي.
د پښتو ژبې د پرېکړهلیک د نسخې په څلورم بند کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی:
د کنفرانس ګډونوال.
د نړیوالو ځواکونو په بشپړو وتلو.
او د ملي حاکمیت په اعاده کېدو ټینګار کوي.
خو د درې او انګلیسي ژبو د پرېکړهلیک په نسخو کې چې خلیلزاد خپرې کړي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پهکې داسې څه نه ترسترګو کېږي.
د پښتو ژبې د پرېکړهلیک په پنځمه نکته کې داسې راغلي: " افغانان هېڅکله په خپل هېواد کې د بهرنیو پوځیانو د شتون، بهرنۍ مداخلې او د استقلال د نقض کولو او په همدې توګه د نورو په چارو کې د مداخلې غوښتونکي نهدي او نه غواړي چې نور د افغانستان له خاورې زیان وویني."
پهداسې حال کې چې د دري او انګلیسي ژبو د پرېکړهلیک په پنځم بند کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې د سولې د ټینګښت او تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې ۴ نکتې په پام کې ونیول شي.
- د ډېر عمر لرونکو، ناروغانو او معیوبینو بې قېد او شرطه خوشې کېدل.
- د ټولو ټولګټو موسسو د امنیت تضمین.
- د تعلیمي موسسو د امنیت تضمین.
- د خلکو د ځان، مال او عزت درناوي ته ژمنتیا او صفر ته د غیر نظامیان د تلفاتو رسول.
د ګډ پرېکړهلیک د دري او انګلیسي ژبو د نسخو په شپږم بند کې د «د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې» د ښځو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي حقونو ته پام شوی دی، خو د پښتو په پرېکړهلیک کې په ځانګړي توګه دغه موارد، نه تر سترګو کېږي.
ګډونوالو په درې واړو نسخو کې د فبروري په پنځمه او شپږمه، د مسکو د بینالافغاني ناستې د پرېکړهلیک ملاتړ کړی دی.
د هغه پرېکړهلیک په یوه برخه کې داسې راغلي وو:"اسلام او ورپسې افغاني دود، د افغان مجاهد ملت دوه عمده ارزښتونه دي له دې امله اسلامي امارات هم په همدغه چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی. د اسلامي اماراتو سیاست د ښځو له حقونو دفاع ده چې حقوق یې تر پښو لاندې نهشي او انساني کرامت او افغاني ارزښتونه ونه ګواښل شي."
د بین الافغاني ډیالوګ ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د قطر په پایتخت دوحه کې جوړه شوه.
پهدغه ناسته کې د افغان چارواکو، سیاسیونو، د مدني ټولنې غړیو، ښځو او ځوانانو څه باندې۶۰ کسانو او د طالبانو استازیو یو تربله خبرې کړې دي.
مخکې له مخکې ویل شوي و چې په ناسته کې د افغانستان ګډونوال، په خپل شخصي ظرفیت برخه اخلي او د هېڅچا استازیتوب نهکوي.
د زلمي خلیلزاد او د افغانستان د سولې عالي شورا ترڅنګ، ډېرو دغې ناستې ته خوشبینې ښودلې ده.
د دغې شورا یوه ویاند اسدالله زایري په افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره یو ستر بدلون ګڼلی دي.
جرمني او قطر هم د دغې ناستې هرکلی کړی او قطر لویه بریا ګڼلې ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل د ټویټر په حساب په خپل پیام کې هیله ښودلې چې دغه ناسته وتوانېږي د سولې د ټینګښت بهیر ته لاره هواره کړي.
د امریکا او طالبانو استازیو چې د بینالافغاني خبرو لپاره یې د خپلو خبرو اووم دور د دوو ورځو لپاره ځنډولی و، د سې شنبې په ورځ یعنې د جولای په نهمه یې له سره پیل کړ.
مخکې له دې خلیلزاد د خبرو دغه دور اغېزناک ګڼلی او ویلي یې دي چې د سولې د هوکړې په څلورو مواردو کې د پام وړ پرمختګونه وشي چې:
- له ترورېزم سره مبارزه.
- د ځواکونو وتل.
- د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون.
- او پراخ او دایمي اوربند پهکې شامل دي.
خلیلزاد ډېر جزئیات نهدي ورکړي، په قطر کې د خبرو اووم دور د جون په ۲۹ مه پیل شو.
پخوا تر دې خلیلزاد ویلي چې تر هغې چې په څلور واړو مواردو هوکړه ونه شي، هېڅ مورد وروستي نهدی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو له وروستیو څرګندونو وروسته په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډیپلوماتیکې هڅې جدي شوي دي.
پامپیو افغانستان ته د خپل نااعلان شوي سفر پر مهال په کابل کې خبریالانو ته وویل، هیله مند دی چې د سېپټمبر د میاشتې له لومړۍ نېټې نه مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
په پام کې ده د افغانستان ولسمشریز انتخابات، د سېپټمبر په ۲۸مه یعنې د میزان په شپږمه وشي.
له دغو دیپلوماټیکو هڅوسره سره ، طالبانو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خپل خوځښتونه کم کړي نه دي.
په قطر کې د بین الافغاني ناستې په لومړۍ ورځ یعنې د یکشنبې په ورځ طالبانو په غزني ولایت کې د یوې خونړۍ حملي مسؤلیت ومانه.
پهدغه حمله کې نږدې ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۸۰ ټپیان شول چې ډېری ټپیان د ښوونځیو زده کوونکي ماشومان وو.
تېره اوونۍ طالبانو په کابل ښار کې هم د یوې حملې مسؤلیت ومانه چې کابو ۶ کسان پهکې ووژل شول او ۱۰۵ په کې ټپیان شول.
د دغې پېښې ډېری ټپیان د ښوونځیو واړه زدهکوونکي وو.