د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

اجرائیه ریاست: هیله ده چې د بین الافغاني ناستې دواړه لوري پرېکړه لیک ته ژمن پاتې شي


په قطر کې د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو یو انځور
په قطر کې د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو یو انځور

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې د قطر د بین الافغاني ناستې دواړه لوري دې د پرېکړه لیک مادو ته ژمن پاتې شي او عملي دې یې کړي.

دغه ریاست همداشان د قطر د بین الافغاني ناستې ګډ پرېکړه لیک مثبت بولي او د عملي کېدو هیله یې کوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: اعلامیه مثبته ده، امیدواري مو دا ده چې ټول لوري دغې اعلامیې ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي څو د قطر غونډه او دغه اعلامیه د نورو غونډو لپاره یو سرمشق شي چې موږ رسمي مذاکراتو ته او بیا افغانستان کې تلپاتې اوربند او ورپسې دایمي سولې ته ورسېږو.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په بین الافغاني ناسته کې د طالبانو ۱۷ استازو او له کابله یو ۵۳ کسیز پلاوي ګډون کړی و چې حکومتي چارواکي، د ملي شورا او مدني ټولنو ځیني غړي، سیاسیون، د رسنیو استازي او یو شمېر ښځينه فعالان په کې شامل وو.

په قطر کې د بین الافغاني ناستې یو انځور
په قطر کې د بین الافغاني ناستې یو انځور

دغه بین الافغاني ناسته د تاوتریخوالي په بندېدو او د سولې د خبرو په دوام پای ته ورسېده.

د دې ناستې په پرېکړه لیک کې په عام المنفعه تاسیساتو د بریدونو بندېدل، د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین، د سولې د خبرو دوام او د معیوبو او ناروغو بندیانو خوشې کېدل مهم موارد دي.

د اته ماده ییز پرېکړه لیک په پنځمه ماده کې د ناستې ګډونوالو د جنګ په ښکېلو خواو غږ کړی چې په دیني او مذهبي بنسټونو، روغتونونو، ملکي تعلیمي او تحصیلي موسسو، بازارونو، بندونو او کارځایونو بریدونه بند شي.

د یادې مادې یو بل بند ټینګار کوي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین دې وشي او د ملکیانو تلفات دې صفر ته راکم شي.

د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې هوکړې دې په یوه نړیوال کنفرانس کې تأیید او د اړوندو شرایطو په بشپړېدو سره دې د سولې پروسه پيل او د سولې د تړون په تطبیق باندې دې څار وشي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان د قطر د ناستې کډ پرېکړه لیک د مسکو د بین الاافغاني ناستې له پرېکړه لیک سره متفاوت بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل، د سولې په خبرو او اعلامیو کې نړیوال تضمین هغه څه دي چې طالبان له مسکو ناستې وروسته ورته ځیر شوي.

ارشیف، په مسکو کې د طالب استازو او ځينو افغان سیاستوالو د ناستې یو انځور
ارشیف، په مسکو کې د طالب استازو او ځينو افغان سیاستوالو د ناستې یو انځور

ده زیاته کړه: د قطر اعلامیه د مسکو له اعلامیې سره یو څه توپير لري، د مسکو په اعلامیه کې دا نه وو چې ټول مسایل دې په نړیوال تضمین کې حل شي، اوس طالبان په دې مسایلو پوه شوي، دغه نړیوال تضمین د دې معنی ورکوي چې د مسکو د اعلامیې په تناسب دغه یوه څه متفاوته اعلامیه ده.

ښاغلی سادات زیاتوي چې د ملکیانو خوندیتوب، د ځینو بندیانو ازادېدو او د سولې د خبرو دوام هغه موارد دي چې د قطر غونډه د مسکو له غونډې بېلوي.

د دوحې دا بین الافغاني ناسته تر دوو پخوانیو هغو چې په مسکو کې وشوې، ځکه توپیر درلود چې دا وار د حکومت ځینو لوړپوړو چارواکو هم پکې برخه درلوده.

د روان میلادي کال په مې میاشت کې په مسکو کې یو بین الافغاني ناسته ترسره شوه چې په ګډه اعلامیه کې په اوربند، د ملکي خلکو د ژوند په خوندیتوب، د زندانیانو اړوند مسایل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بهرنۍ مداخلې د مخنیوي، ځمکنۍ بشپړتیا او د بین الافغاني خبرو په دوام په کې ټینګار شوی و.

XS
SM
MD
LG