د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

سپنه ماڼۍ: ډونالډ ټرمپ به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وګوري


سپينې ماڼۍ پرون د چهارشنبې په ورځ تأييد کړه چې د امريکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره روانه مياشت وګوري.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر امريکا او روسيې ته د عمران خان د سفر په اړه په توضيحاتو ورکولو کې له لانجې سره مخامخ شوى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل تېره پنجشنبه خبريالانو ته ويلي و چې عمران خان به د جولاى پر ٢٢مه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه واشنګټن ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم د دغه سفر خبر تأييد کړى و او يوه خصوصي ټلوېزيون ته يې وويل، دوى د دغه کاري سفر بلن‌ليک ترلاسه کړى دى.

د ښاغلي قريشي په خبره، امريکا د پاکستان او د صدراعظم د شخصيت اهميت درک کړى دى.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګان اورتاګوس «Morgan Ortagus» تېره سې شنبه وويل، امريکا ته د عمران خان سفر د سپينې ماڼۍ له خوا نه دى تأييد شوى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده مورګان اورتاګوس
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده مورګان اورتاګوس

مېرمن اورتاګوس زياته کړه، د دغه سفر په اړه يې راپورونه کتلي، خو په دې برخه کې د ويلو لپاره څه نه لري.

امريکا ته د عمران خان د سفر په اړه تر پرون د چهارشنبې ورځ پورې ضد و نقيض خبرونه ورکول کېدل، تر هغو چې سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره هرڅه روښانه کړل.

په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روانې جولاى مياشتې په وروستيو کې له عمران خان سره وګوري.

په‌دې اعلاميه کې ويل شوي چې ټرمپ او عمران خان به په جنوبي اسيا کې د سوله‌ييزو شرايطو پر رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پايدارې همکارۍ پر موضوع، د ټرورېزم پر وړاندې پر مبارزه، دفاعي چارو، انرژۍ او تجارت بحث وکړي.

په‌دې وروستيو کې د پاکستان رسنيو د روسيې ولادي وستوک ښار ته هم د صدراعظم عمران خان د سفر او هلته د شرقي اقتصادي فورم په غونډه کې د ګډون په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

تر دغو راپورونو وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزارت تېره دوشنبه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د عمران خان د بلنې خبر رد کړ.

په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه وزارت د شرقي اقتصادي فورم په غونډه کې د هندوستان، ماليزيا او جاپان د صدراعظمانو د ګډون تمه لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په‌دغه کنفرانس کې د عمران خان د ګډون په اړه بې خبري وښوده، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل دغه راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG