د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

یورو اشیا ریویو: چین به د افغانستان سوله کې تضمینوونکی رول ولوبولای شي؟


د افغانستان او چین ګډ بیرغونه
د افغانستان او چین ګډ بیرغونه
  • یورو اشیا ریویو خپرونه

یورو اشیا ریویو خپرونې د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو په رول یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې د خبرو تر ټولو تازه دورې وروسته کابل ته نه بلکې چین ته تللی دی.

د مقالې لیکوال پوښتلي چې ایا چین به د افغانستان د سولې په پروسه کې تضمینوونکی رول ولوبولای شي؟

د هند په اړه لیکوال لیکلي چې نوې ډهلي له تازه بدلونونو ګیله منه ده.

د لیکوال په باور هند د خلیل‌زاد له څو لیدنو پرته ظاهراً له مسئلې لېرې پاتې شوی.

د پاکستان په اړه د لیکوال نظر دا دی چې دا هېواد د یوه مؤقت حکومت غوښتونکی دی چې د لیکوال په خبره په‌کې د پاکستان دوستان، طالبان شامل وي.

کله چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په مارچ میاشت کې د یوه مؤقت حکومت د جوړولو خبره وکړه، د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر جان بس په شمول د ګڼو چارواکو او خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شو.

د متحده ایالاتونو او ناټو چارواکي د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې رغنده رول ولوبوي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې د افغانستان د ګاونډيانو په شمول د سیمې ټول هېوادونه د دغه هېواد د سولې په اړه واحد نظر لري که نه؟

پیو څېړندویه مرکز په عراق او افغانستان کې د امریکا د جنګ په اړه د امریکایانو د یوې نظرپوښتنې راپور خپور کړی.

پيو په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې ګڼو پخوانیو امریکایي پوځیانو او عامو خلکو ویلي چې په افغانستان او عراق کې جګړې په جنګېدو نه ارزېدې.

پیو لیکلي:

ګڼو امریکایانو د افغان جګړې د نږدې اتلس کلن کېدو او په عراق کې د امریکايي پوځیانو د ښکېلتیا د ۱۶ کالونو په تېرېدو په یوه نظر پوښتنه کې دا نظر ورکړی.

په مقاله کې راغلي چې ۵۸ فیصده پخواني پوځیان او ۹۵ فیصده عام وګړي په دې باور دي چې د افغانستان جګړه په جنګېدو نه ارزېده.

تقریباً همدا شان نظر د عراق د جګړې په اړه هم ورکړل شوی.

ګڼ هغه پخواني پوځیان چې د افغانستان او عراق په جګړو کې یې برخه اخېستې اوس په‌دغو هېوادونو کې د امریکا د ښکېلتیا پلوي نه دي.

امریکا اوس وخت په افغانستان کې ۱۴ زره سرتیري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له افغان پوځيانو سره د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموریت مخته وړي.

د جګړې قومانده له ۲۰۱۴ میلادي کاله د افغان پوځیانو په لاس کې ده خو امریکایان ځینې وخت ورسره مرسته کوي.

امریکا ویلي چې د افغانستان لانجه یوازې د سیاسي جوړجاړي له لارې د هوارېدو ده.

XS
SM
MD
LG